کاپيسا ولايت کې يوه سړي خپل ورور ځکه وژلی چې بارسلونا د فوټبال لوبډلې پر والنسيا ۲ صفر لوبه بايلوده.
د ياد ولايت د کوهستان ولسوالۍ د هروکي سيمهييز مسوولان وايي، دوه وروڼو د لوبې د پايلې په اړه يو له بل سره نښته وکړه او وروسته يوه ورور بل په چاقو وواهه او ټپي يې کړ.
د کاپيسا د امنيې قومندانۍ وياند عبدالشایق شورش وايي، ټپي شوی کس روغتون ته له رسېدو وړاندې په لاره کې ومړ.
تر اوسه پورې تورن کس نه دی نيول شوی.