سیما سمر: د بشر ضد جنایتکاران دې له خلکو بښنه وغواړي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، په هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او په‌کار ده چې د سولې پروسه کې پراخه ونډه ورکړل شي.

د نوموړې په وینا، سولې د ټولنې اړتیا ده او له طالبانو سره باید سوله وشي، خو په وینا یې دا سوله باید تلپاتې وي او دغه راز د بشري حقونو او د ښځو برخه کې د تېرو څو کلونو لاسته راوړنې باید په‌کې له پامه و نه غورځول شي.

سیما سمر زیاته کړه، تر هغې چې خلک پر عدالت باوري نه‌شي، سوله نه راځي او په‌دې ملي پروسې کې د ښځو ونډه هم اړینه ده او په‌کار ده چې ښځې د طالبانو میندو او خویندو ته ووايي چې خپل ځامن له جګړې راوګرځوي.

سمر وايي، هغه کسان چې د بشر ضد ستر جرمونه او جګړه‌ییز جنایتونه یې کړي، باید له خلکو بښنه وغواړي، په ټولنه کې د سالمو انسانانو په څېر ژوند وکړي او موږ باید په‌دې برخه کې هلې ځلې وکړو.

د نوموړې په باور، د جګړې هېڅ لوری ګټونکی نه‌دی او باید د تلپاتې او عادلانه سولې راوستو لپاره روانې هڅې ګړندۍ شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځو تر دې وړاندې هم په افغان سولې پروسې کې دوی ته د فعالې ونډې ورکولو غوښتنه کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام