د کابل ۱۱ سوه ښوونکو ته د استوګنې نمرې ویشل کیږي

 

د ښارجوړونې چارواکي وايي، چې تراوسه د "بریالیتوب" په نوم پردې پروژه ۷۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې له دې پیسو ۲۸ میلیونه ډالر ددغه ښارګوټي پر بنسټیزو چارو لګول کیږي.  

د ښوونکو دغه پروژه په ده سبز ولسوالۍ کې د استوګنې لومړنی معیاري ښارګوټی نن (جون۲۱مه) د ښار جوړونې او پوهنې وزیرانو برسېره د کابل ولایتي شورا یو شمیر غړو او ښوونکو په شتون کې پرانستل شو.

د ښار جوړونې وزیر سید سعادت نادري مراسمو ته وویل، چې د استوګنې دغه ښارګوټی په معیاري او د ژوند ټولو اسانتیاوو په پام کې نیولوسره جوړیږي.

" نن موږ د ښوونکو له پاره د ۱۱ سوه نمرو د ملکیت سندونه ویشو.

په لومړي پړوا کې یونیم میلیون ډالره پر بنسټیزو چارو پانګونه کیږي او په وروستیو پړاوونو کې ۵۰۲ د استوګنې نومرې نورې په پلان کې دي چې ښوونکوته ووشل شي. "

نادري زیاتوي، چې تر اوسه ۹۴ ښارګوټي پر  ۴۷ زره جریبه ځمکه په ۲۸ ولایتونو کې، چې ۸۵ زره ۷ سوه ۷۵ د استونګې نمرې کیږي، ډیزان او ښوونکو ته د ویش په موخه پوهنې وزارت ته سپارل شوې دي.

په دې اړه د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، چې د نوي کابل پروژه کې د ښوونکو له پاره ۲ زره د استوګنې نمرې ځانګړې شوي، چې له دې شمیرې یې نن ۱۱ سوه نمرې پر ښوونکو وویشل شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ۲ زرو نمرو له جملې تمه کیږي، چې ۵۰۲ يې د خدای په مرسته د بنسټزو خدمتونو له بشپړیدو وروسته ښوونکو او د پوهنې وزارت کارکوونکو ته ورکول کیږي.

د دغو نمرو په هر متر مربع یې ۵۰۰ افغانۍ بیه ایښودل شوې د درنو ښوونکو له تنخوا په لسو کلونو کې اړوند حساب ته لیږدول کیږي.

بلخي په ټينګار سره وویل، چې د ښوونکو ژوند ښه کول ددغه وزارت له کاري لومړیتوبونو دی.

ده زیاته کړه ترهغو چې ښوونکو ته جدي پام ونه شي د هیواد ښوونیزنظام به وده ونه کړي.

خو یو ښوونکی محمد نذیر بارکزی چې ددې نمرو د سندونو ویش غونډې ته ورغلی و د پوهنې وزارت له مسوولینو غواړي، چې د ښوونکو له پاره ویشل شوې نمرې دې مشخصې کړي.

بارکزي زیاته کړه،  تراوسه پورې ښوونکو ته څو ځلې د ملکیت سندونه ویشل شوي، خو ځمکه يي هیڅ وخت ورته مشخصه شوې نه ده.

د یادونې ده، چې د بریالیتوب پروژې بنسټیزې چارې په ۱۳۸۵ لمریز کال د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې پیل شوې وې.

څو میاشتې وړاندې ښوونکو اعتصاب کړی و، چې باید دوی ته د ژمنې سره سم نمرې وویشل شي، خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا د هېواد له ټولو ښوونکو بخښنه وغوښته، چې په دغه برخه کې استادانو ته پاتې راغلی او ډېر ژر به پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام