درې ورځې وړاندې د طالبانو نوی مشر ملااختر محمد منصور د پاکستان په کويټه ښار کې د يوې نښتې په نتيجه کې ټپي شو او له هغې نښتې وروسته داسې ویل کيږي، چې نوموړی مړ شوی دی.
خو دا چې ایا په رښتيا هم ملااختر محمد منصور مړ شوی او کنه د سياسي چارو کارپوهانو ترمنځ يې خورا زیاتې پوښتنې را ولاړې کړې دي.
ځينې کارپوهان وايي، چې له جګړې یوه ورځ وروسته ملااختر منصور مړ شوی دی.
د طالباني چارو کارپوه وحید مژده وايي، دا چې تر اوسه د ملااختر منصور په اړه د طالبانو له لوري هيڅ ډول پېغام نه دی نشر شوی داسې معلوميږي، چې هغه به وژل شوی وي.
د هغه په خبره که ملامنصور ټپي هم وای، نو خپلو جنګياليو ته به يې تر اوسه یو ډاډګېرنه ورکاوه.
مژده زیاتوي، د ملامنصور وژنه د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو ترمنځ څو ډلې رامنځ ته شوي دي.
وحید مژده وايي، چې د اختر منصور ځای څوک نه شي ډکولی.
له بل لوري بیا محمد حسن حقیار وايي، چې وسله وال طالبان غواړي د ملامنصور مرګ پټ وساتي.
د نوموړي پر وینا نور نه شي کېدی، چې د طالبانو په خبرو باور وشي، ځکه د نوموړي پر وينا دوی مخکې له دې د ملاعمر مرګ پټ ساتلی و.
د رویټرز خبري اژانس په حواله ملااختر منصور د زیاتو ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی دی.
هغه د طالبانو د لوړ پوړي چارواکي له خولې ليکلي، چې د طالبانو نوی مشر تېره پنجشنبه وروسته له هغه، چې د دوو ډلو ترمنځ نښته وشوه د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.
په همدې حال کې ځينې راپورونه وايي، چې اوسمهال د هیبت الله اخند زاده په نوم بل نوی شخص د طالبانو د سرپرست مشر په توګه ګومارل شوی دی.
څو میاشتې وړاندې ملااختر محمد منصور د ملاعمر پر ځای د طالبانو له لوری د رهبر په توګه و ګومارل شو.