د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د آې اېس آې مشر رضوان اختر په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلي.
شریف په دې سفر کې لومړی لیدنه افغان ولسمشر اشرف غني سره کړې ده
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند اجمل عبید عابدي سلام وطندار ته، له ولسمشر سره د پاکستاني لوړ پوړو پوځي چارواکو لیده کاته تاېید کړل.
عابدي وویل، چې په دغه ناسته کې په امنیتي مسایلو او دترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر هم غږۍ باندې خبرې اترې وشوې.
عابدي وه نه ویل، چې په دغه کتنه کې د افغان یا پاکستاني لوري غوښتنې او وړاندېزونه څه و؟
د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته دا د پاکستاني لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو څلورم سفر دی چې کابل یې کوربه کيږي.
دافغانستان اوپاکستان په اړیکو کې، دا تګ راتګ هغه څه دي چې تر دې پخوا نه دي لیدل شوي.
په همدې حال کې د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، چې که افغان حکومت پاکستان په دې هیواد کې ریښتینې همکارۍ ته را مات کړي؛ نو دابه یوه تاریخي لاسته راوړنه وي.
کابل ته د جنرال راحیل شریف او رضوان اختر له سفر څو ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نریندر مودي افغان ولسمشر سره په ټلیفوني اړیکه کې دنورو خبرو تر څنګ د ورتګ بلنه هم ورکړه او داسې ویل کيږي، چې په نږدې ورځو کې به افغان ولسمشر هندوستان ته په رسمي سفر لاړ شي.
کارپوهان افغانستان ته د پاکستان د پوځي چارواکو تګ راتګ وړه خبره نه بولي خو دابه وروسته په ډاګه شي چې شریف له ځانه سره څه راوړي دي؟