کابل کې د واشنګټن سفیر: «بچه‌بازي» پای ته ورسوئ

په افغانستان کې د امریکا سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې پر ماشومانو په زوره کار او بچه‌بازي باید پای ته ورسېږي. نن د جولای دېرشمه او له انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

په افغانستان کې د امریکا سفیر راس وېلسن په همدې مناسبت له دولت نه غوښتي چې په دغه هېواد کې په زوره کار او بچه‌بازۍ ته د پای ټکی کېږدي.

وېلسن ویلي، هغه کسان چې په زوره ماشومان کار ته اړ باسي او یا بچه‌بازي کوي، باید ځواب ووايي.

د نشه‌يي توکو او جرم پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر عمومي مدیر هم ویلي چې قاچاقیان هره ورځ د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د خپلو ګټو لپاره له خلکو کار اخلي.

د یاد دفتر عمومي مدیر غدا فتح‌ ولي د انساني قاچاق نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې بې‌وزله او زیانمنونکي تر بل هر چا له ګواښ سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، له ۷۰ سلنې ډېر پېژندل شوي قربانیان ښځې او نجونې دي او د قربانیانو شاوخوا یو پر درېیمه برخه ماشومان جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام