سانو د کندز د سقوط په غبرګون کې لاریون وکړ
دغو لسګونو لاریون کوونکو نن د کابل ښار د صحت عامې څلور لارې څخه تر زنبق څلور لارې پور وخوځېدل.
لاریونوالو د افغان حکومت د مشرتابه پلاوي پر ضد شعار ورکول، چې کندوز یې په لوی لاس د مخالفینو په ولکه کې ورکړ.
دوی ویل، چې په کندوز کې ملکي خلک د حکومت او وسله والو طالبانو په جګړه کې قرباني ورکړه او غوښتنه یې وکړه، که حکومت د ولس امنیت نه شي ټینګولی؛ نو پر جګړو کې دې یې نه قرباني کوي.
د لاریون ګډونوال او د کندوز اوسېدونکی خان محمد وايي،د لاریون موخه یې دا ده، چې په راتلونکې حکومت د ورته پېښو مخنیوی وکړي او زموږ د اولادونو او مېرمنو ژوند خوندي کړي.
ده وویل، طالبانو چې په کندوز کې کوم زیان اړولی، هغه نه جبرانېدونکی دی.
د لاریون ګډونواله کریمه وايي، په ولایتونو کندوز کې د خلکو د وژلو د غندنې په پار موږ خپله انساني دنده سر ته رسوو او مخالفینو ته دا ثبوتوو، چې موږ د دفاع له پاره یو والی غوره کړی دی.
دغه راز، د لاریون په اخر کې دوی یو پرېکړه لیک هم صادر کړ، چې د کندز ولایت سقوط په دې مانا دی، چې د دښمن پنځم ستون په نظام کې دننه ځای نیولی دی، باید محاکمه شي.
د لاریونوالو پرېکړلیک کې راغلي، چې د قصر سپېدار رهبري هم خلکو ته د امنیت په ټنښګت کې کمزورې او پاتې راغلې دې.
دوی د امنیتي چارواکو له دندو څخه د ګوښه کېدلو غوښتنه هم وکړ.
د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر او د امنیت ملي رييس باید کوښه او د ملي دفاع وزارت سرپرست او د کندوز والي باید محاکمه شي.
دوی پر حکومت تور پورې کړ، چې له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او ګواښ کوي، که دوی دغه ډول ملاتړ وکړي؛ پر وړاندې به یې ودرېږي.
شمال ته د جګړې غځېدل؛ په شمال کې د قومي جګړې د ستر خطر د رازېږولو ته لاره جوړوي، که مخه یې ونه نیول شي بدې پایلې به ولري.
په ورته وخت کې د په بغلان کې په زرګونو تنو د طالبانو پر ضد د پاڅون اغلان کړی دی.
د دغو کسانو سرګروپان وايي، چې د ملي ځواکونو د ملاتړ او د بغلان د دفاع له پاره یې سلاح راپورته کړې ده.
د پاڅونوالو مشر او پخوانی جهادي قومندان حاجي عالم له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې شاوخوا ۳ زره تنه پاڅونوال حاضر دي، چې له خپل ولایت نه دفاع وکړي او وسله والو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
سره له دې چې د کندوز سقوط، دې ښار ته زیانونه واړول؛ نور هم پوله ولایتونه یې هم له تهدید سره مخ کړل، چې له امله یې د بغلان ولایت پخوانيو قومندانان، ځوانان او سپین ږیري د بغلان د ژغورنې له پاره له امنیتي ځواکونو سره ودرېدل.