
وسلهوالو طالبانو پرون (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د «الفتح» په نامه د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره له بېګاه راهیسې د هېواد په څوو ولایتونو کې پر ولسوالیو او امنیتي پوستو بریدونه کړيدي.
دا بریدونه په کندوز، غور، ننګرهار، جوزجان، فراه، بادغیس او ګڼو نورو ولایتونو کې شوي چې طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.
دا پهداسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د روانې میاشتې پر ۱۲مه د طالبانو پر ضد د «خالد» په نوم د پوځي عملیاتو پلان تصویب کړ.
د کندوز ښار تر دروازو د طالبانو رسېدل او د دوو پوستو سقوط
د کندوز امنیې قوماندانۍ ویاند انعامالدین رحماني وايي، طالبانو نن سهار په شینوارو، زرخرید، چرخاب او چهاردرې ولسوالۍ برید کړی چې اوس هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
ښاغلي رحماني وویل، جګړه کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې چې شمېر یې نهدی معلوم.
په ورته وخت کې د کندوز ولایتي شورا مرستیال صفيالله امیري وايي، جګړه د ښار تر دروازو رسېدلې او کندوز ښار کې تراوسه ۲ پوستې سقوط شوي او د ګلتپې ولسوالۍ ودانۍ هم د طالبانو محاصره کې ده.
د هغه په وینا، نښتو کې تر دامهاله ګڼشمېر پوځيانو او ملکيوګړيو ته مرګژوبله اوښتې چې د کندوز روغتون ته لېږدول شويدي.
طالبانو داسې حال کې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ برید کړی چې د دې ولسوالۍ سقوط په موخه د طالبانو دوه شپې وړاندې برید کې ۸ پولیس وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شويوو.
د غور د پولیسو عملیاتي قطعې قوماندان او ۵پولیسو وژل کېدل
د غور د دولینې ولسوال طاهر افضلي وايي، پرون د امنیتي ځواکونو اکمالاتي کتار د شهرک او دولینې ولسوالۍ ترمنځ «کورابلیلا» سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې په پایله کې یې د پولیسو د عملیاتي قطعې قوماندان فقیراحمد نوري، یو ملکي وګړی او ۵ پولیس وژل شويدي.
هغه وویل، د طالبانو کمین کې ۶ نور امنیتي ځواکونه ټپيان شوي هم دي او وسلهوال دې برید کې د امنیتي ځواکونو یو شمېر نقلیهوسایط هم سوځولي دي.
د دولینې ولسوال همدرنګه زیاته کړه، برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتې؛ خو شمېر یې نهدی معلوم.
هاخوا د غور والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي، امنیتي ځواکونه د هماغه ځای اوردو ځای پر ځای کولو او د غور شپږو لویدیځو ولسوالیو ته د اکمالاتو لهپاره تللي وو چې د طالبانو کمین سره مخ شوي.
هغه دې برخه کې د جزییاتو له ورکولو ډډه کوي.

د بادغیس بالامرغاب کې د طالبانو برید
بالامرغاب ولسوالۍ کې یوې محلي سرچینې ویلي، نښته تېره شپه د ملياردو په درېیم کنډک قرارګاه د طالبانو له برید وروسته پيل شوی چې تر سهاره یې دوام وکړ او ۵ پولیس پهکې ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.
دې سرچینې وویل، نښتو کې طالبانو ته هم درانه تلفات اوښتي چې شمېر یې نهدی ډاګیز شوی.
د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ تېره یوه نیمه میاشت کې تر سختو بریدونو لاندې وه چې دا مهال یوازې د ملياردو درېیم کنډک قوماندانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.
فراه کې د ۱۵طالبانو وژل کېدل او د ۱۶نورو ټپيانېدل
د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند محبالله محب وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د اناردرې ولسوالۍ او لومړي نمبر لویه لاره کې طالبانو سره نښته کړې چې ۸ طالبان یې وژلي او ۹ یې ټپیان کړي.
هغه وویل، جګړه کې د ملياردو ۴ سرتېري هم ټپیان شوي.
د فراه امنیې قوماندانۍ ویاند په وینا، دې سره یو وخت کې امنیتي ځواکونو د فراه لومړي نمبر لویه لاره کې هم طالبانو سره نښته کړې چې ۷ طالبان پهکې وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
وسلهوالو طالبانو د دې خبر په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
جوزجان د طالبانو په برید کې د عامه نظم ۵ سرتېرو وژل کېدل
یوې معتبرې امنیي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، طالبانو بېګا قوشتپې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوستې برید کړی چې د عامه نظم ۵ سرتېري پهکې وژل شوي او ۲ نور نادرکه دي.
سرچینه وايي، طالبانو د امنیتي ځواکونو پوسته هم نیولي او ټول مهمات یې له ځان سره وړي دي.
د قوشتپې ولسوال امینالله امین نښتې او د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په تاییدولو سره وايي، پوسته څو ساعته مخکې بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
طالبانو دې برخه کې رسنیو ته څه نهدي ویلي.
د ننګرهار په شېرزادو کې د ۲۷ وسلهوالو طالبانو وژل کېدل
د ننګرهار والي شاهمحمود میاخېل وايي، طالبانو بېګاه شپه لومړی د شېرزادو ولسوالۍ مقام ودانۍ ته نږدې موټربم چاودنې کړي او له هغه وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه چې نښتو کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.
د ننګرهار والي په وینا، پهدې پېښې کې ۲ امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
ښاغلی میاخېل زیاتوي، د ملکيوګړیو مرګژوبلې مخنیوي په موخه له هوایي ځواکه کار نهدی اخېستل شوی؛ خو د طالبانو برید سره سم سیمې ته مرستندویه ځواکونه استولي چې پر شېرزادو ولسوالۍ تروریستي برید هم ماتې سره مخ شویدی.
افغانحکومت او طالبانو روان کال داسې مهال یو د بل پر وړاندې د نظامي عملیاتو د پيل اعلان کړی چې په قطر کې د امریکا او طالباستازیو ترمنځ له نږدې ۳ میاشتو راهیسې د سولې خبرې اترې روانې دي.
لهدې سره هممهاله د ثور پر ۹مه د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه راغوښتل کېږي او په دویمه اوونۍ کې به په قطر کې د امریکا او طالباستازیو ترمنځ د سولې خبرو اترو ۶م پړاو پیل شي.
ورته مطالب:
کندوز او بغلان کې ۴۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي
طالبان کندوز کې له پراختیايي پروژو باج اخلي





