د کابل ښار برهکي سیمې څخه تر شمالي سرای پورې به د لومړي ځل لهپاره د دغه میټرو بس لیکې سیسټم د یو کال په موده کې جوړ شي، چې د ښاروالۍ چارواکو پر وینا، د دغه بس ټولې چارې به په نړيوالو معیارونو برابر وي.
کابل ښاروالۍ نن د یوې غونډې په ترڅ کې په کابل ښار کې د مترو بس لیکې جوړېدو کار پیل خبر ترڅنګ ښار سرکونو جوړولو د ۱۶ پروژو تړونونه هم لاسلیک کړل.
غونډې ته د کابل ځای ناستي ښاروال عبدالله حبیبزي وویل، دا یو تاریخي ګام دی چې په لومړي ځل کابل ښار کې د مترو بس لیکه له برکي تر سرای شمالي سیمې پورې جوړیږي.
حبیبزي زیاته کړه، تر راتلونکو درېيو کلونو پورې به په کابل ښار کې په معیاري بڼه د مترو بس ۱۱۱کلیومتره سرک چمتو شي.
هغه د نورو پروژو د تړونونو په هکله وویل، چې دا پروژې به د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې پلې، چې په ترڅ کې به یې ۲۸۵ کیلومتره سرکونه ورغاول شي.
د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د روان کال په اوږدو کې به ټولټال ۳۷۵ کیلومټره سرکونه ورغاول شي او همدارنګه سږکال به ۶ پارکونه هم په کابل ښار کې جوړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.