کابل پوهنتون کې د استاد خلیلي ۲۸ تلین ولمانځل شو

د کابل پوهنتون استادانو او محصلانو د فارسي خوږ ژبي او مشهور شاعر استاد خلیل الله خلیلي ۲۸ تلین ولمانځه.

دغه غونډه د کابل پوهنتون د محصلانو او "شعر دانشګاه" په نوم د ادبي بهیر له خوا جوړه شوې وه، چې په دغې غونډه کې د پوهنتون استادانو او د استاد خلیل الله خلیلي د شعر مینه والو ګډون کړی وه.

د کابل پوهنتون د ژبو استاد او د دې غونډې ویناوال محمد حسېن یمین په باور د خلیلي شاعري په درېیو برخو ویشلی شو؛ د استاد خلیلي د وخت د شعر لومړي پیر کې  شعرونه منجمد و او وروسته بیا د ده په هڅو شعرونه تازه دمي شول.

د شعر په دویم پیر کې استاد خلیلي نیمه سرا شاعر په نوم شهرت پیدا کړ او په ورستۍ پیر کې د مقاومت شعرونو بنسټ اېښودنکی و پېژندل شو.

یمین وايي چې  خلیلي تل د وخت مغرض سیاستونه په خپلو شعرونو کې غندلي دي.

د دې غونډې یو بل ویناوال احمد ضیا رفعت وايي، چې خلیلي د ژبې حقیقي شاعر دی.

دی وايي، چې د خلیلي شعرهیڅ کله له جغرافيې نه متاثر نه و او د خلیلي په شعر کې د بشریت درد نغښتی او د ټول بشریت له پاره شعرونه ویل.

د رفعت په وینا سربېره پر دې، چې خلیلي یو شاعر و یو مفکر هم و.

رفعت د خپلو خبرو د تصدیق کولو له پاره د خلیلي د شعرونو موضوع او نثري اثار په خبرو کې د بېلګې په توګه راوړل.

د استاد خلیلي زوی مسعود خلیلي د پلار په اړه یې وویل، چې د خلیلي شعرونو په منځپانګه کې عدالت، له وطن سره مینه ته له هر څه لومړي توب ورکول شوی و او مرګ تر وروستۍ سلګې پورې یې خپل خلک او هېواد هېر نه کړل.

مسعود خلیلي وویل، په پام کې ده چې د استاد خلیلي مقبرې ته څېرمه یو کتابتون جوړ شي.

خوږ ژبی شاعر خلیلي په ۱۲۸۶ کال کې د کابل په باغ جهان ارا کې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي.

خلیلی د مستوفي المالک محمد حسین خان زوی دی، چې د کاپیسا د کوهستان له مشرانو او د حبیب الله خان د وخت د ماليي وزېر و.

خلیلي د ژوند په دوران کې په سیاست، ټولنې، فلسفې، ادب او عرفان کې ۶۲ اثار لیکلي دي ولې د شعر په برخه کې شهرت لري.

خلیلي د لیکنې تر څنګ په لوړو دولتي پستونو هم کار کړی دی، چې له ډلې نه یې په کال ۱۳۳۰ کې د مطبوعاتو ریاست، د عربستان سعودي او عراق کې د سفیر په توګه يې یادولی شو.

استاد خلیلي په ۱۳۶۶ کال کې په اسلام اباد کې ومړ او په پېښور کې خاورو ته وسپارل شو، نوموړي جسد له ۲۵ کلونو وروسته کابل ته راوړل شو او په ۱۳۹۱ کال کې په کابل پوهنتون کي د سید جمال الدین افغان ترڅنګ خاوروته وسپارل شو.

استاد خلیلي د افغانستان د مقاومت شعرونو بنسټ اېښونکی هم بلل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام