په افغانستان کې د دخانیاتو استفادې مخنیوي قانون نه پلی کېږي

د کابل ښاروالۍ او عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په عمومي ځایونو کې د دخانیاتو استفادې مخنیوي قانون څلور کاله وړاندې د ولسمشر له‌خوا توشیح شو خو دغه قانون تراوسه نه دی اجرا شوی.

د کابل ښاروالۍ معین مسیح‌الله محبوب په کابل کې له تنباکو پاکه نړۍ مراسمو کې د «تنباکو او زړه ناروغیو» تر سرلیک لاندې وویل، د دخانیاتو استفادې له امله د زړه ناروغیو زیاتیدو سره ـ سره بیا هم په عمومي ځایونو کې د دخانیاتو مخنیوي قانون نه پلی کېږي.

د ښاغلي محبوب په وینا، د دغه قانون ۲۲ مې مادې په شپږم بند کې راغلي هغه کسان چې په عمومي ځایونو کې دخانیات کاروي باید ۳۰۰ افغانۍ جریمه شي خو دولتي ادارې او سرپټو او عمومي ځایونو او هوټلونو کې وطنوال دغې مادې ته هېڅ پام نه‌کوي.

دغه راز، د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي چې په عمومي ځایونو کې د دخانیاتو مخنیوي قانون تطبیق به له باغ بابر، پارک شهر او د کابل ښار له ژوبن نه پیل شي.

د عامې روغتیا وزارت معین فدا محمد پیکان هم د دخانیاتو د کارولو زیانونو په اړه د مسوولو بنسټونو عامه پوهاوي اقداماتو ته په اشارې وویل، سره له دې ټول وطنوال د دخانیاتو کارولو له زیانونو خبر دي خو بیا هم له دې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي.

نوموړی باوری دی چې له دخانیاتو سره د مبارزې یوازېنۍ لار د دغو توکیو پر واردولو د لوړې تعرفې وضع کول دي.

د ښاغلي پیکان په وینا، د وروستۍ یوې لسیزې شمېرې ښيې چې افغانستان کې ۳۵ سلنه سپین ږیري کسان په سګرټو روږدي دي.

د تنباکو نړۍوال اطلس شمېرې ښيې هرکال په ټوله نړۍ کې ۷،۱ میلیون کسان د سګرتو تنباکو کارولو یا استنشاف، قلیان، او نورو مخدراتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د تنباکو څا باندې ۲۵ سلنه کاروونکي د ځمکې په شمالي نیم کره کې اوسیږي. په ۲۰۱۶ میلادي کې ۱۶۱۰۹ نارینه او ۱۰۸۸۸ ښځینه د تنباکو کارولو له امله مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام