د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې کابل به په روانه پنجشنبه کې د ټاپې پروژې په اړه د ناستې کوربه وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکېب مستغني نن (سه شنبې مارچ ۱۷) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې په دغه ناسته کې به د ترکمنستان، هندوستان او پاکستان د کانونو وزیران او فني هیئت ګډون وکړي.
مستغني زیاته کړه، چې د دغې ناستې کوربه توب به د افغانستان د کانونو او پېطرولیم په غاړه وي او راغلي وزیران به په خپلو کې د (TAPI) پروژې د قرارداد د نوعیت پر جوړښت خبرې وکړي.
د مستغني په خبره، ترکمنستان د دغه کنسرسیوم د رهبرۍ لپاره له ټوټال فرانسوي شرکت سره خبرې کړي، چې د روانې مارچ میاستې تر پایه به وروستۍ پایلې ته ورسېږي.
مستغني وویل، چې چین او روسیې هم د دغه کنسرسیوم د رهبرۍ لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاپي ګاز لاین ۲۰مه ناسته یوه میاشت مخکې په پاکستان کې بې پایلې پای ته رسېدلې وه.
خو د اقتصادي چارو کارپوه فیروز خان مسجدي هیله من دی، چې د ټاپي پروژې غړي هېوادونه به په کابل ناسته کې یوې مثبتې پاېلې ته ورسېږي.
ښاغلی مجدي وايي، د اسلام آباد په ناسته کې په بېلابېلو موضوعګانو خبرې وشوې او د ناستې ګډونوالو پر ځانګړي شوي کنسرسیوم هوکړه نه وه کړې.
د کانونو وزارت مسوولین وایي، چې د ګازو د دغې نل لیکې په جوړېدو به، هر کال هند او پاکستان ته ۳۳ میلیارده متره مکعبه ګاز او افغانستان ته ۱۴ میلیونه متره مکعبه ګاز راولېږدول شي.
څه موده وړاندې د کانونو وزیر داود شاه صبا ویلي وو، چې د تاپې پروژې پر عملي کېدو له ۸ – ۱۰ میلیارده ډالره لګښت راشي او په خبره یې چې په راتلوونکیو دوو کالو کې به د دغې پروې کارونه پیل شي.
د تاپې پروژې لومړۍ ناسته په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د ترکمنستان، هندوستان، پاکستان او افغانستان هېوادونو ترمنځ په افغانستان کې شوې وه.