د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، هغه شمېر سوداګریز مرکزونه او شرکتونه چې د دوی پوروړي دي، که تر یوې اونۍ خپل پورونه ور نه کړي د کابینې د پرېکړې له مخې به یې فعالیتونه وتړي او مالکان به یې عدلي او قضايي بنسټونو ته ور وپېژني.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي نن (شنبه) په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ګل بهار سوداګریز مرکز، دوبۍ مارکېټ، د لیکو ګلوبل او شېرپور شرکت او د اونیکس ودانیز شرکتونه یې ۴ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ د ښاروالۍ پوروړي دي.
د ښاروالۍ سرپرست وویل، د کابل په ۲۲ ناحیه کې ۱۶۶ استوګنیز اپارتمانونه په خپل سري ډول جوړیږي، که مالکان یې دغه چارې بندې نه کړي، عدلي او قضايي ادارو ته به ور وپېژني.
په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د دې اقدام په ملاتړ د کابل ګارنیزیون او د لویې څارنوالۍ مسوولینو هم ګډون کړی وو.
د کابل امنیه قوماندان او د ګارنیزیون مرستیال عبدالرحمان رحیمی وویل، چې دوی به د ښاروالۍ د موخو د پلي کولو له پاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او زیاته یې کړه، چې د کابل د ګارنیزیون پرسونل به په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي.
د کابل ځای ناستی ښاروال وايي، چې دوی په دې ورستیو کې ۸ خپل سرې جوړې شوې ودانۍ هم نړولې دي.