د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه ویلي، که چېرې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمه کې د کورونا مثبتې پېښې تشخیص شي، دوی په وضعیت کنټرول لري او کولای شي هماغه مشخص ځای کې جګړه ونه کړي، ترڅو روغتیاپالان سیمې ته روغتیايي مرستې ورسوي.
نوموړی د هغوی تر کنټرول لاندې مشخصه سیمه کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله د اوربند هوکړه بېبنسټه بولي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، ځینو رسنیو کې د هغه څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.
چین افغانستان ته د هوا له لارې له کورونا سره د مبارزې د وسایلو او تجهیزاتو لومړنۍ محموله کابل ته راورسوله.
دغه محموله چې طبي وسایل په کې دي نن سهار د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته د کابل به هوايي ډګر کې تسلیم شوه.
په کابل کې د چین سفیر تر دې وړاندې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ته ډاډ ورکړی و چې هېواد یې له افغانستان سره د کورونا پر ضد د مبارزې په برخه کې هر راز مرستې ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې چین تر اوسه د افغانستان ګاونډي پاکستان ته د کورونا پر ضد د مبارزې د ډاکټرانو یو ټیم او پنځه محمولې وسایل استولي دي.
افغانستان کې دا مهال د کورونا پېښې ۲۳۹ ته رسېدلې دي چې ډېری يې په هرات ولايت کې دي.