د ولسي وګړیو د خونديتوب له پاره نوې پاليسۍ ته اړتيا ده

د ولسي وګړو د خونديتوب مدني ټولنه وايي، چې په هېواد کې د ولسي وګړیو د ژوند د خوندیتوب له پاره باید د نوې پالیسۍ جوړول؛ د افغان حکومت د کارونو په سر کې ځای ولري.

د دغې ټولنې غړو د (اپریل په۶مه) د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، دا پالیسي به نه یواځې دا چې د ولسي وګړیو ژوند خوندي کړي، بلکې د نښتو اړولي زیانونه هم جبران کړي.

د ولسي وګړیو د ژوند خونديتوب ټولنې غړې کریمې کریمې وویل، د دولت له خوا د ولسي وګړو د ژوندانه د خوندیتوب له پاره ځانګړی پالیسي نه لري او دا کار د دې لامل شوی، چې په جګړه کې د ښکیلو غاړو له خوا ولسي وګړي د ډال په توګه وکارول شي.

میرمن کریمي د دولت له لوري د نړیوالو بشر دوستانه قانون له پلې کېدو ستاینه کوي او زیاتوي، چې دغه هڅې د ولسي وګړیو د ژوندانه د خوندیتوب له پاره بسنه نه کوي.

له دې مخکې هم یوناما په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي و، چې د روان میلادي کال لومړیو درې میاشتو کې د ولسي خلکو د ژوندانه د خونديتوب له پلوه تاوترخوالو ډک کال و.

یونما په راپور کې کاږلي و، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو په مخامخ جګړه کې ۱۳۶ تنه ولسي وګړي وژل شوي وو او ۳۸۶ تنه ټپیان شوي وو.

یوناما وړاندې لیکلي و، چې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د لومړیو درې میاشتو په پرتله سږکال د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۸۰ سلنه زیات والی راغلی دی.

د ولسي وګړیو د خوندیتوب مدني ټولنې په جګړه کې له ښکېلو لورو و غوښتل، چې په جګړه کې د ولسي وګړیو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له پاره ځانګړې طرحې کار واخلي، چې د عامو خلکو ژوند خوندي وي.

د سیاسي چارو پوه عبدالغفار ګردیزي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په افغانستان کې د جګړې قانون په سمه توګه نه پلي کیږي.

دی زیاتوي، په جګړه کې ښکیل لوري باید د جګړې قانون په پام کې ونیسي، چې د نښتو پر مهال ملکي وګړي خوندي پاتې شي.

له دې ټولو سره د حقوقي چارو کارپوه محب شریف سلام وطندار ته وویل، چې د ولسي وګړیو د ژوندانه د خونديتوب قانون د بهرنیانو او کورنیو ځواکونو په عملیاتو او نښتو کې د عامو خلکو په خونديتوب ټينګار کوي.

شریف وايي، د اساسي قانون د ۶ او ۷ مادې پر بنسټ هغه څه دي، چې افغانستان د معاهداتو او میثاقونو په توګه لاسلیک کړي دي، دې ته په کتو سره امنیتي ځواکونه مکلف دي، چې د ولسي وګړیو ژوند ته پام وکړي.

د ولسي وګړو د خونديتوب مدني ټولنې په جګړه کې ښکېلو غاړو ته د ولسي وګړو د ژوند خودیتوب له پاره وړاندیزونه وکړل.

په یادو وړاندیزونو کې د ولسي وګړیو د عامه پوهاوي د کچې لوړول، د ولسي وګړیو د خوندیتوب له پاره د ښکېلو لورو ژمنه کول، په هېواد کې سراسري سوله ټینګول او نور یې هغه وړاندېزونه وو، چې افغان حکومت ته یې وړاندې کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام