د روان زېږدیز کال د چنګاښ په ۲۳ مه به د ناسا ادارې فضايي بېړۍ (نوی افق ) به د پلوتو له څنګه تېره شي.

دا د ناسا یوه لویه بریا ده.

وروسته به څه پېښېږي؟! لا تر اوسه هم نه پوهېږو چې پلوتو کومه نړۍ ده او له څه څیز نه جوړه شوې ده.

فکر وکړئ چې (نوی افق) به نا اشنا نړۍ کشف کړي؛ په دې معنا چې د دې سیارې پر مخ هغه کیمیايي توکي پلټي چې د ژوندیو موجوداتو له خوا تولید شوي وي.

د بېلګې په توګه لکه اکسیجن، چې د ځمکې پر سطحه د بوټو او ځېنو نورو ژوندویو موجوداتو له لوري تولیدیږي.

که چېرې د دغې فضايي بېړۍ د دور بینونو سترګې په نااشنا ودانیو لکه د مصر هرمونه او یا په فضايي ویجاړو شویو و دانیو ولګیږي، د ځمکې پر ذهنیتونو به  څه اغیز ولري؟

 پلوتو ته د انسان تلل

که چېرې دغه فضايي بېړۍ په لرې پرتې سړې نړۍ کې د نااشنا څېزونو په کشف بریالۍ شي، نو ناسا سره بل دلیل نشته چې د بل ځل له پاره له انسانانو پرته یو فضايي بېړۍ هلته ولیږي او تر ۱۰ کلونو وروسته د بل ځل له پاره پلوتو ته ورسیږي. دا ښکاره ده، چې ناسا به له دې وروسته بیا پولوتو ته د انسان په لیږلو ماموریت کار کوي.

پوښته داده چې له لګښته پرته، ایا موږ به په راتلونکي کې داسې اړینه ټکنالوژي ولرو چې انسان پلوتو ته و لیږدوي؟

په اوس وخت کې زموږ پرمختللی راکټ یواځې کولای شي، چې یوه کوچنۍ بېړۍ د ۱۰ نه تر ۱۵ کلونو په اوږده مزل چې وزن یې یونیم کیلو ګرامه ده، که کره یې کړو ۱،۶ کیلوګرامه په وزن یو فضايي بېړۍ د پلوتو ته ولیږدوي.

خو نړېوال فضايي هډه، چې یو ځواکمن لیږدونکی سیستم په واک کې نه لري، او د ۲۰۰۱ م زېږدیز کال راهیسې تر اوسه تل د څوو فضانوردانو په ګډون د ځمکې په چاپېره کې چورلي.

دا څرګنده ده، چې د نړیوالې فضايي هډې او پولوتو ته د انسان د یون ترمنځ زیات توپیر جوتیږي، اصلا پرتله کېدو وړ نه دی.

په دې چې فضايي شاتلونه په پرلپسې توګه فضايي هډې ته تګ را تګ لري، په نچوړ شوي توګه یې را لنډ کړم شاتلونه ۱۴ کاله کیږي، چې نړیوالې فضايي هډې ته  لازم توکي لیږدوي، خو د دې ټولو برعکس پلوتو ته هغه تلونکی او یا فضايي تلونکي کسان چې په بشپړ ډول له ځمکې نه جلا کیږي او په یوې ستېرې انزواکې ځای نیسي او د ژوندانه ملاتړی سیستم یې هم په سفینه کې ځای پر ځای وي؛ او تر اوسه هم هیڅ فضا ته تلونکی کس تر دې مهاله له ۴۳۷ ورځو نه ډېر وخت په فضا کې نه دي تېر کړی او له بل لوري په فضا کې د فضاته تلونکو کسانو د ژوند ساتونکی سیستم هم له ۲ کلونو زیات دوامداره نه دی خورا سخت کار دی.

که فضاته تلونکی کس په ژمني خوب کې وساتو نو څه به وشي؟

له دې پرته که ویښه ونکی کنترولي سیستم د فضانورد د ویښولو په وخت کې فضايي مسافرپه دایمې مرګ بندي کړي، خو لا تر اوسه پوهان په دې نه پوهیږي چې څنګه یو انسان په ژمني خوب ویده او بیا ځلي یې ویښ کړي، نو پولوتو ته د انسان تګ دغه علمي سناریو خیالي نړۍ فرض کړو ایا دا به په نننۍ ټکنالوژي کې د دغه خیالي نړۍ ارمان ته ځواب تر لاسه کړو.

د بمب توغول

اوسني موجو ده توغېدونکي توغندي به و کولای شي، چې یو انسان د څو ټني سفینې پر مټ د یو کال په مزل پلوتو ته ورسوي؟

ښکاره ده، چې دغه ځواب مثبت دی له ۱۹۵۰ لسیزې راهیسې موږ دغه ټکنالوژي په واک کې لرو او دغه ټکنالوژي د اورین پروژې په نوم یادیږي.

یعنې د فضايي بېړۍ په وروستۍ برخه کې په زرګونه واړه هستوي بمونه په اړین وخت کې په وار سره چاودنه ور کړو.

په هرې چاودنې سره د بېړۍ په وروستې برخه کې د فشار یوه سطحه رامنځته کیږي چې په دې سره د بېړۍ چټکتیا په ثانیه کې لسګونو کیلو متره ته رسي او دغه چاره د میلیونونو ټنو فشار لامل ګرځي.

د اورین پروژې پوهانو د دغې طرحې لومړنۍ اړتیاوې د ۱۹۶۰ سلیزې په لومړیو کې پوره کړي دي.

ناسا دغه طرحه په ۲۰۰۰ م زېږدیز کال کې د " توغېدو د باندني ضربه لرونکی " په نوم څېړلې ده، چې دغه بېړۍ به په کوچنۍ اندازې سره هم ۹۰۰ ټنه وزن ولري.

په داسې حال کې، د بېړۍ د بدنې جوړونکی ټیم دغې بېړۍ بدنه داسې ډول جوړه کړې ده، چې کولی شي د ۳ کلونو په موده کې د ۱۰ زره  ټنه وزن په لرلو سره د زحل تر منزله یوسې او بېر ته یې راوړي.

سره له دې، چې کولای شو دغه بېړۍ فضاته ولیږدوو، خو اندېښنه داده چې اتومي ریزش د دې مانع ګرځي.

د دغې فضایي بېړۍ برخې باید په نړیواله فضايي هډه کې جوړې شي او له هغه ځایه باید د پلوتوپه لور و ګوزار شي.

فضایي سپوږمکۍ باید له دوه کلونو سفر وروسته خپله چټکتیا کمه کړي په دې، چې په مدار کې ځای و نیسي او خپل ماشینونه ګول ګړي. ورته وخت کې د سیارې پرمخ باندې د انسان د ښکته کېدو له پاره اړینه ده چې له یو معمولي کیمیا وي سون لرونکي راکټ نه کار واخلو.  د پلوتو پر سطحه د جذب قوه د ځمکې د جاذبې قوې په نیمايي ده، په دې معنا چې له ټیټ مدار نه پر سطحه را کوځېدل چې کابو ۱۰۰ کیلو متره واټن دی د (دلتا۵) توغندي نیمایې اندازې توان ته اړیتا لیدل کیږي چې دغه توغندي کولای شي چې د سپوږمکۍ د ماشین هغه چټکټیا چې په یوه ثانیه کې ۱۷۰۰ متره ده دغه چټکټیا ۸۰۰ مترو ته په یو ثانیه کې راکمه کړي او سالم ډول د میاشتې پرمخ ناسته وکړي.

پر سطحې باندې د هر ډول سفینې کېنول په ځانګړې توګه چې فضاته استول شوی کس هم په کې وي یو لړ ستونزې لري. ځکه چې د میاشتي په خلاف یو نازک اتموسفیر چې د کاربن مونو اکساید او نایتروجن ګاز لري موجود دی، او فشار په دغه سطحه کې له ۶،۵ نه تر ۲۴ میکروبارو ته رسیږي.

له دې پرته نور خطرونه لري د میاشتې سطحه ډېره له سیلیکات ډبرو نه جوړه شوې او د سپوږمۍ ډېره برخه له یخ، کاربن مونواکساید او نایتروجن نه جوړه شوې ده کله چې په دغه سطحه د اګزور توغندی چې څو زره درجې تودوخه لري ښکته شي ښايي چې په بخار بدل شي نو دې ستونزې ته په کتو سره یو ثابت ډبرین سیمه ورته و ټاکل شي.

د پلوتو انځور

داسې انځور کړئ، چې تاسو د پلوتو لومړني مسافرین یې او کله چې له فضايي بېړۍ نه د لومړي ځل له پاره یوې نا بلده نړۍ ته ښکته کیږي او دغه ناانشنا نړۍ وینۍ.

کارون او شارون د پلوتو له لویو سپوږمیو نه دي، چې په اسمان کې په ثابت او بې حرکته ډول لیدل کیږي ځکه چې پلوتو او کارون د جاذبې له نظره په خپل چاپېره کې سره تړل شوي دي او په ټوله کې د یو ګډ مرکز په چاپېره چورلي.

له همدې وجې د ځمکې په حساب په ۲۶ نیمو ورځو کې د یو بل شاوخوا کې چورلیږي.

د پلوتو څلور سپوږمۍ نیکسو، هیدار، کربیروس او ستیکس چې د لږ چټکو ستورو په شان لیدل کیږي او په پړاویز ډول سره را خیژي او کارون په اسمان کې ثابت ده.

د هابل فضايي تلسکوپ له لیده د پلوتو سپوږمۍ

د پلوتو په اسمان کې لمر ځلېدونکی ستوری دی او د ځمکې له سپوږمۍ سر هیڅ ورته والی نه لري، لمر له پلوتو نه د زیات لرې واټن په اساس د یوه ستوري په شکل لیدل کیږي، خو لمر د دومره لرېوالي سره د پلوتو په اسمان کې د یو الماس په څېر د ځمکې د سپوږمۍ نه ۶۵۰ ځله زیات رڼه ځلیږي.

د مشتري سیاره له ځلېدونکو سیارونه ده او کولای شو چې زحل په عادي توګه په سترګو و وینو په ورته وخت کې که ځیر شو د لمر تر څنګ د ۳ سپوږمیو په اندازه لیدل کیږي.

خو دغه ابي رنګه سیارې لیدل د لمر ختو په وخت کې اسانه نه ده. پلوتو ته مزل د یوې لرې واټن لاره ده چې که غواړۍ دې منزل ته ځان ورسه وئ تاسو اړ یئ چې د نوی افق له ځانه سره واخلئ.

 

 

د یادولو وړ ده چې پلوتو ۸۵ کاله وړاندې په ۱۹۳۰ کال کې د کلاید تومبا له خوا د لومړي ځل له پاره و پېژندل شوه اوس مهال نوی افق فضايي بېړۍ دغه انسان په چټکتیا سره دې نااشنا نړۍ ته وړي او دا هم لا معلومه نه ده چې ۸۵ کاله وروسته به د ټکنالوژۍ په نړۍ کې څه رامنځته کیږي؟

په پلوتو کې به ژوند څه ډول وي؟

پلوتو په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې د سیارې موقف یې له لاسه ورکړ او د وړو سیارو په ډله کې شامله شوه، چې دغه چاره د ستورو پېژندونکو ترمنځ د زیات بحث لامل شوه.

له دې بحث نه تېریږو، چې پلوتو سیاره ده او کنه؟ دغه نابلده نړۍ تر اوسه پورې له موږنه ډېر رازونه پټ ساتلي دي او ژوند بشپړ شرایط په اړه یې پوره شوی انځور نه لرو.

د پلوتو نه لومړۍ لېدونکی نوی افق دی، چې د چنګاښ په ۲۳ به د پلوتو له نږدي اړخ نه تېره شي او هغه وخت به د پلوتو په اړه ډېر حقایق روښانه شي که چېرې همدا اوس په پلوتو کې مو ژوند کولای ستاسو پیغام د بیضوي په نږدې برخه کې ۴،۵ ساعته وروسته ځمکې ته را رسیده او که د بیضوي له لرې برخې نه ۶،۵ ساعته وروسته به ستاسو پیغام ځمکې ته رسېده.

د پلوتو یو کال د ځمکې له ۲۴۸ کلونو سره سمون خوري.

د پلوتو انځورونه د شمسي منظومې د سیارو سره په پرتله ییزه بڼه

د لمر سره په مدار کې د پلوتو موقعیت ډېر سوړ او وژونکی دی، چې د منفي ۲۲۳ او ۲۳۳ ترمنځ بدلون کوي.

د هوا دغه ډول بدلون د پلوتو په اتموسفیر اغیزه لري.

کله چې پلوتو لمر ته نږدې کیږي کنګل شوې برخه په غاز بدلیږي، او په دغه وخت کې د پلوتو پرمخ سملاسي بادونه د ۳۶۲ کیلو مترو په چټکیا په یو ساعت کې رمنځته کیږي او کله چې بیا ځلې پلوتو له لمر نه لرې کیږي او د پلوتو اتمو سفیر بیرته د کنګل بڼه نیسي.

د هابل تلسکوپ له لارې اخیستل شوي انځور ښيي چې په پلوتو کې د لمر وړانګې په یو ډول د پلوتو په سطحه نه لویږي په دې معنا چې د پلوتو سطحه لوړې او ژورې لري خو لاهم د پلوتو سطحې ماهیت معلوم نه دی.

که ځمکه پېژندونکی یاست او غواړئ، چې پلوتو و پېژنئ دغه نااشنا نړۍ د روسيې په اندازه پراخوالی لري.

د پلوتو پر سطحه د جاذبې قوه د ځمکې د ۱۵ برخې په اندازه ده که ستاسو وزن په ځمکه کې۶۸ کیلو ګرامه وي په پلوتو کې ۴.۵ کیلو ګرامه ده؛ له دې ټولو سره سره په دې نه پوهیږو چې د سختې سړې هوا او ګواښه ډکو کیهاني وړانګو سربېره پلوتو ته تلونکي مسافرین به له کوم حالت سره مخ شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام