ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو لومړنۍ چارې پیل شوې

له پاکستان اسلام اباد او د مالیزیا کولامپور نړېوال اسلامي پوهنتون څخه وروسته په ننګرهار کې د درېيم نړېوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې نن پنجشنبه(نوامبر۱۰مه) عملاً پېل شوې.

د راپورونو له مخې په دغه پوهنتون کې به شاوخوا ۱۰ زره زده‌کړیان د اسلامي علومو په زده‌کړو بوخت وي. 

په دې اړه په ننګرهار ولایت کې د ځينو لوړ پوړو دولتي او حکومتي مقاماتو له لوري یوه ناسته هم وشوه.

په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزېرې فریدې مومند وویل، چې دغه نړیوال اسلامي پوهنتون به ټولټال د ۲۵۰ میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۵ کلونو په موده کې جوړ شي.

فریده موند وايي، چې د پوهنتون ماسټر پلان له نهايي کېدو وروسته به یو ډونر کنفرانس راوغوښتل شي او له مرستندویه ادارو او اسلامي هېوادونو به مرستې وغواړو.

نوموړې وویل، له دې مخکې یې له ځینو اسلامي هېوادونو او مرستندویه ادارو کومک غوښتی دی.

د نړۍ په کچه دا درېیم نړیوال اسلامي پوهنتون دی، چې لومړی د پاکستان په اسلام اباد او دویم هغه یې د مالیزیا په کولالمپور کې جوړ شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیره وايي، اوسمهال به د دغه نړیوال اسلامي پوهنتون د چهاردېوالۍ جوړولو کارونه پیل شي، چې لګښت یې د لوړو زده کړو وزارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي.

د لوړو زده کړو وزېرې وویل، د دې پوهنتون د جوړولو په برخه کې د مالیزیا اسلامي پوهنتون مرکز مطالعه کړې وه، چې له هغوی سره یې د یو هوکړه لیک له لاسلیکولو وروسته خپلې څېړنې له دوی سره شریکې کړې او لا هم د لوړو زده کړو وزارت د څېړونکو له لوري پرې کار روان دی.

وزېرې وویل، دغه پوهنتون به د ۱۰ زره زده کړیالانو تدریسي ظرفیت ولري او په نړیوال معیار برابره کتابون، لابراتوار خونه، بېلابېل پوهنځي او نور اړین برخې به په کې جوړې شي.

دغه پوهنتون د بټي کوټ، رودات او کوټ ولسوالیو تر منځ په نسبتا ناامنه سیمه کې جوړیږي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه پوهنتون د جوړېدو له پاره په دې سیمه کې د پوره امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ګلاب منګل همدا زار له ولسونو وغوښتل، چې د دې ستر اسلامي مرکز د امنیت په خوندیتوب کې له حکومت سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي مولوی نثار احمد هاشي وویل، چې د دغه اسلامي پوهنتون له جوړېدو سره به د بهرنیو ملکونو اسلامي پوهنتونونو ته د زده کړیالانو د ورتګ او هلته پر افراطي فکر د روزلو مخه هم ونیول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام