نامالومو وسله‌والو په پکتیکا کې یو ښوونځی سوځولی

د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکې وايي، نامالومو وسله‌والو تېره شپه د ارګون ولسوالي په برکت کلي کې د «ضرابې» منځنی ښوونځی سوځولی دی.

د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمدنسيم واجد سلام‌وطندار ته ویلي، یادو وسله‌والو تېره شپه ۳ بجې د نجونو او هلکانو ګډ ښوونځي ته اور اچولی او په بشپړ ډول یې سوځولی دی.

د واجد په وینا، شاوخوا ۹ سوه زده‌کوونکیو چې ۴ سوه یې نجونې وې په دغه ښوونځي کې زده‌کړې کولې چې په وینا یې سږ کال ترې ۲۲ نجونې له نهم ټولګي نه هم فارغې شوې وې.

نوموړی وايي، په ښوونځي کې ټول درسي توکي، کتابونه، قران‌کریم او نور د اړتیا وړ توکي په بشپړ ډول سوځول شوي دي.

تر اوسه روښانه نه‌ده چې کومې وسله‌والې ډلې دغه ښوونځي ته اور اچولی او سوځولی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام