
پهدې وروستیو کې د پوهنې وزارت ځينو کارونو کې کمزوري رامنځ ته شوې.
یو شمېر شنونکي وايي، چې د افغانستان په پوهنې وزارت کې د کمزوري او کمکارۍ اصلي لامل د حکومتي مشرانو سیاسي چلند دی، ځکه د دوی پر خبره د سیاسي چلند له امله د اشخاصو مسلک په پرتله اړیکو ته ډير ارزښت ورکول کيږي.
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال او د پوهنې شنونکی محمد صدیق پتمن وايي، چې په تیرو ۱۵ کلونو کې حکومتي چارواکو د پوهنې په برخه کې مسلکي او تخصصي چلند نهدی کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې کله چې حکومت ۵۰/۵۰ وویشل شو، او رییسان ددې احساس کوي چې وزیر دوی نشي بدلولی او دغه راز په ښوونځیو کې یوه روحیه ځواکمنه ده چې وزیران نشي کولی چې یو مدیر د وړتیا او شایستګي او یاهم د خپل لیدلوري پر اساس تبدیل کړي.

پتمن پروینا، له پوهنې سره د سیاسي چلند ترڅنګ د مسلکي ښوونکو کموالی، زدهکوونکو ته د درسي کتابونو په ځنډ رسیدل، د ښوونځي لپاره د ودانیو نشتوالی، او د پوهنې بیکاره سیستم هغه ستونزې دي چې د پوهنې وزارت تراوسه ورته په سمه توګه رسیدنه نه ده کړې.
د پوهنې بل شنونکی معین مرستیال هم وايي، چې په پوهنې وزارت کې ګومارنې د سیاسي او تنظمي اړیکو پر اساس کیږي او دغه کار ددې سبب شوی دی چې متخصصان او مسلکي کسان و نهشي کولی د پوهنې وزارت د مشرۍ په کچه کې کار وکړي.
په دې اړه مو وغوښتل چې د پوهنې وزارت مسوولینو نظرهم له ځان سره ولرو خو له بیا بیا اړیکو سره بریالي نشو.
دا لومړی ځل نه دی چې د پوهنې وزارت کې پر فساد او کم کاري نیوکې کیږي له دې وړاندې هم ورته نیوکې شوی خو، تراوسه ورته پام نه دی شوی.





