ملګري ملتونه په خپل تازه راپور کې وایي، چې د زده کړو په ډګر کې د ماشومانو پر مخ لوی خنډ په مورنۍ ژبه د درسي مطالبو نه لوستل دي.
ملګري ملتونه زياتوي، له مورنۍ ژبې پرته په نورو ژبو زدکړه د کوچنيانو د ښه فعالیت وړتيا له منځه وړي او پایله يې دا کيږي، چې له خپلو ټولګي والو وروسته پاتې شي.
راپور زیاتوي، مورنۍ ژبه که هغه هره یوه وي، نو د ماشوم ذهن تيزوي او کولای شي ښه زده کړه وکړي.
د ملګرو ملتونو په یاد راپور کې د هغو هېوادونو د زده کړو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي په کوم کې، چې تدريسي مواد د همغې سيمې په مورنۍ ژبه ترتیب شوي.
په دې لړ کې د مکسیکو هېواد یادونه شوې، چې په ۲۰۰۰ م زیږدیزکال کې یې په مورنۍ ژبه د زده کړې پرګرام پېل کړی و او په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د بې سواده وګړو شمېر ۴ اعشاره ۷ سلنه و، چې سږ کال يې پایله مثبت ارزول شوې او دغه کچه يې۳ اعشاره ۵ سلنه ښودل شوې ده.
په دې برخه کې ځينې بهرنيو استادانو له لورې څيړنې هم شوي او په دغو څېړنو کې ښودل شوې، چې یو زده کوونکی باید له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې په مورنۍ ژبه وکړي.
د ټورنټو پوهنتون استاد جين کومنس د څېړنې لنډيز هم پر همدغه موضوع خلاصه کيږي، چې مورنۍ ژبه پر ماشوم د زده کړې په برخه کې ډېر ګټور واقع کيږي.
په نړۍ کې هغه هېوادونه چې د مورنۍ ژبې ستونزه يې نه ده حل کړې، تل له ټولنیزو نارضایتیو، ناندریو او نورو بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
په دې برخه کې افغانستان، ایران، پاکستان، او ځينې د منځنۍ اسیا هېوادونو نومونه يادول کيږي.
امريکا، سویزرلینډ، کاناډا، سویډن، بلجيم، ټایلنډ او نور هغه هېوادونه دي، چې پکې په هره سيمه کې په مورنۍ ژبه تدريس کيږي او ليدل کيږي، چې د نورو هېوادونو په پرتله پکې پرمختيايي دروازې خلاصې دي او د باثباته هېوادونو په کتار کې شمېرل کيږي.
د اساسي قانون او د افغانستان نورو معتبرو اسنادو له مخې ژبنى حق د بشري حقوقو د مهم جز په توګه پېژندل شوى دى.
په افغانستان کې هم وخت په وخت له دا ډول ستونزو پرده پورته شوې او دکابل په شمول ډيرو ولایتونو کې زده کونکي په مورنۍ ژبې له زدکړې بې برخې دي





