بامیان؛ خلکو خپلې کرنیزې ځمکې ښوونځي ته ورکړې

د بامیان د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت یوشمېر اوسېدونکو خپلې څو جریبه کرنیزې ځمکې د ښوونځي جوړولو ته ځانګړې کړې دي.

د بامیان د مرکز پولادي درې یو اوسېدونکی حیدر وايي، خپله درې جریبه ځمکه یې د «زکریاي پولادي» په نوم یوه ښوونځي ته ورکړې ده.

اوس د دغه ښوونځي زده‌کوونکي د ودانۍ نه موجودیت له کبله تر شنه اسمان لاندې او په جومات او حسینیه کې زده‌کړې کوي.

دغه کروندګر وايي، تیار دی چې نوره ځمکه هم د ښوونځيو لپاره ځانګړې کړي.

په همدې حال کې د یادې سیمې ځینو نورو اوسېدونکو هم له پوهنې ریاست سره د ښوونځیو جوړولو لپاره د مېزونو، څوکیو او په ښوونځیو کې د لابراتوارونو لپاره د نورو وسایلو مرسته کړې ده.

د بامیان د پوهنې ریاست سرپرسته فوزیه محبي وايي، یادو کسانو د تېر کال له ژمي نه تر اوسه شاوخوا ۱۴ جریبه کرنیزه ځمکه د ښوونځیو لپاره ځانګړې کړې ده.

د نوموړې په وینا، د یادو ځمکو په ځانګړې کولو سره به د نږدې لس سیمو ماشومان ښوونځي پیدا کړي.

د بامیان د پوهنې ریاست مسوولان یاد کسان د ښوونې او روزنې ملاتړي بولي او وايي، ښوونځیو ته د ځمکې د ورکړې ترڅنګ یې د ښوونځیو د جوړولو او ښوونکو ګومارلو په برخه کې نغدي مرسته هم کړې ده.

د بامیان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې، اوس نږدې ۱۵۰ زره زده‌کوونکي په یاد ولایت کې پر زده‌کړو بوخت دي چې له ۴۷ سلنه ډېر هغه یې نجونې دي.

بله‌خوا د لوګر په بره‌کي برک ولسوالي کې یوه دیني عالم احمدالله عابد خپله ۴۰۰ متره مربع ځمکه ښوونځي ته ورکړې ده.

ټاکل شوې په روان کال کې د اقرا پروژې له لارې د شاه‌ویس قرن په نوم د نجونو او هلکانو یو ښوونځی پر یادې ځمکې جوړ شي.

د شاه‌ویس قرن ښوونځی په ۱۳۸۱ کال کې په لوګر کې خپل فعالیت پیل کړ او اوس له زرو ډېر زده‌کوونکي لري چې ۳۸۳ یې نجونې دي.

د سږ کال له پیله تر اوسه د لوګر یوشمېر نورو اوسېدونکو هم خپلې ځمکې ښوونځیو ته ځانګړې کړې دي.

د یادونې ده چې د پکتیا او غور اوسېدونکو هم په تېرو کلونو کې خپلې سلګونه جریبه ځمکې ښوونځیو ته ورکړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام