له ۱۰۲ کلونو وروسته جایزه گټونکی افغان ډاکټر کابل ته ورسېد

وروسته له څه باندې یوې پېړې څخه یو افغان جراح ډاکټر وکولی شو، چې د "تر ټولو غوره جراح ډاکټر"جایزه د افغانستان په نوم کړي.

دغه افغان ډاکټر محمد کمال ټنی نوميږي او د ۱۶۰ هېوادونو په منځ کې يې د امریکا د جراحانو کانګریس نه د لومړي ځل له پاره دغه جایزه خپله کړې.

د غوره جراح نړیوالې جایزې له پاره هرکال د "امریکن کالیج له خوا ورکول کیږي، چې د ۱۶۰ هیوادونو څخه ډاکتران پکې ګډون کوي او افغانستان د لومړي ځل له پاره له ۱۰۲ کلونو وروسته دغې جایزې کې ګډون کړی و.

د غوره جراح جایزه هغو ډاکترانو ته ورکول کیږي، چې په خپل هیواد کې په لږ امکاناتو ډیر کار وکړي، ډاکتران يې روزلي وي، په تحقیق کې يې کار کړی وي او په خپل هیواد کې ښې لاسته راوړنې ولري.

افغان ډاکتر کمال ټني، چې د لومړي ځل له پاره دغه جایزه ترلاسه کړه نن د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل، د غوره جراح نړیواله جایزه هغو ډاکترانو ته ورکول کیږي چې ۵ نړیوال ډاکتران يې کار تصدیق کړي.

ټني زیاته کړه، چې ددغې جایزې ټول مصارف د امریکن کالیج له خوا ورکول کیږي او د دوه اونیو له پاره د امریکا په سترو روغتونونو کې ورته د روزنې زمینه هم برابروي.

د ټني پروینا، ددغې جایزې له پاره له ۱۶۰ هیوادونو جراحان رابلل کیږي، چې یو بل سره خبرې وکړي خپلې ستونزې یو بل سره شریکې کړي.

په ورته وخت کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر کمال سادات هم د ځوانانو په استازیتوب دغه جایزه ټولو افغانانو ته یو ستر ویاړ وباله او زیاته يي کړه، چې په تیرو کې ځوانانو په سپورت کې جایزې ګټلې، خو د لومړي ځل له پاره ځوانانو د ساینس په برخه کې داسې لاسته راوړنه هیواد ته راوړي.

سادات زیاته کړه، چې د ځوانانو چارو معینیت د داسې ځوانانو ملاټر کوي او په نورو ځوانانو يې وغوښتل، چې تعلیم ته وده ورکړي او هیواد ته نور افتخارات هم راوړي.

له دې ټولو سره سره، یو شمیر قومي مشرانو او سناتورانو غونډه کې وویل، چې له دغو ځوانانو باید ټينګ ملاتړ وشي، ترڅو هیواد ته نورې لاسته راوړنې هم راوړي.

دوی پرحکومتي مشرانو نیوکه وکړه، چې د داسې سترې جایزې ګټونکي هرکلي له پاره باید ورغلي او ستاینه يي کړې وای، چې تر اوسه نه دي ورغلي.

له دې وړاندې ډاکټر اسماعیل وردګ هم د هډوکو په برخه کې نړېوالې جایزې ګټلې، چې د بندونو د هډوکو ماتولو جوړه شوې اله يې په نړۍ کې د مجربو ډاکټرانو له خوا استعماليږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام