.jpg)
شکریه سلطاني د افغانستان امریکايي پوهنتون د ادارې او سوداګرۍ پوهنځي د درېیم کال زده کړیاله ده. نوموړې وايي، له دې مخکې یې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په انګلیسي برخه کې له لېوالتیا پرته د دې له پاره چې پوهنتون ته بریالۍ شوې وه زده کړې کولې.
دغه مېرمن په دولتي پوهنتون کې له درې کلونو زده کړې وروسته د امریکا سفارت له لوري په اعلان شوي بورس کې ازموینه ورکړه او امریکايي پوهنتون ته بریالۍ او د خوښې پوهنځی یې پیل کړ.
شکریه وايي، چې امریکايي پوهنتون د افغانستان په کچه لوړ پوهنتون دی. استادان یې مسلکي او کرېډټ سېستم تدریسیږي.
د دې زده کړیالې په خبره، د افغانستان امریکايي پوهنتون یوه مجهزه او بل هغه انلاین کتابتون لري، چې هر ډول درسي منابع په کې پیداکېږي.
.jpg)
د دې په خبره، امریکايي پوهنتون د نجونو له پاره یو امن زده کړیز چاپېریال لري، چې نجونو له جنسیتي تعبیض پرته دغه لته زده کړې کولی شي.
دغه زده کړیاله وايي، چې د دې پوهنتون بله غوره ځانګړتیا د خپلو زده کړیالانو له پاره د زده کړو په بهیر او له هغه وروسته په بېلابېلو بنسټونو کې د دندې موندلو په برخه کې همکاري کول دي.
نوموړې وايي، د یو شمېر شرکتونو له خوا د امریکايي پوهنتون فارغ شویو ته د نورو په پرتله لومړیتوب ورکوي او دغه راز ځینې نور یې بیا د زده کړو پرمهال هم کارونو ته جذبوي.
شکریه سلطان وايي، د افغانستان په امریکايي پوهنتون له ترهګریز برید راوروسته به هم د دې پوهنتون دروازې د زده کړیالانو پرمخ پرانیستې وي او دغه ډول پېښې نه شي کولی د دې پوهنتون او زده کړیالانو د پرمختګ مخه ونیسي.





