هرات کې د ښوونځيو درسي کتابونه په توربازار کې پلورل کېږي

په داسې حال کې چې د هرات یو شمېر ښوونکي او زده کوونکي د کتاب نشتوالي له امله شکایت کوي، خو د دې ولایت په بازارونو کې درسي کتابونه په ازاد ډول په ښار کې پلورل کېږي.

سره له دې، چې د پوهنې وزارت په هېواد کې د ښوونځیو چاپ کتابونو چاپول ناقانونه اعلان کړي، خو د هرات ولایت په بازارونو کې د کتاب پلورلو بازار ګرم دی او د مخنیوي له پاره یې هېڅ اقدام نه دی شوی.

په هرات ولایت کې د نجونو ښوونځي ښوونکې نسیمه وايي، چې له لومړي ټولګي نیولې تر ۱۲ټولګي پورې په ښوونځیو کې د لیک لوست کتابونه کم دی.

میرمن نسیمه زیاتوي؛ په لوړو ټولګیو کې درسي کتاب نشته، چې په وینايې کتابونه په تور بازار کې پلورل کېږي.

په همدې اړه د امیر علي شیر نوايي ښوونځي زده کوونکی محمد حنیف وايي، چې ده او ټولګیوالو ته یې په ښوونځي کې د بیولوژي، جیولوژي، ریاضي، دري، کیمیا او فزیک کتابونه نه دي ورکړل شوي.

دی وايي، دغه کتابونه په ښار کې په ۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو دی، یې د اخیستلو توان نه لري.

اوسمهال د درسي کتابونو د تور او سپين رنګ چاپ کتابونه په تور بازار کې په ۴۰ افغانۍ او رنګه چاپ کتابونه په ۱۰۰افغانیو پلورل کېږي، چې زیاتره دغه کتابونه په ټیت کیفیت سره د پاکستان هېواد په لاهور او پېښور ښارونو په چاپ خونو کې چاپېږي.

بل خوا د هرات ښار د یو ښوونځي اجرایوي مدیر عبدالروف امیني سلام وطندارته وویل، حکومت په میلیونونه ډالره د کتابونو په چاپ ولګول، خو لاهم ډېر ښوونځي د لیک او لوست کتابونو له کموالي سره مخ دي.

له بل لوري په هرات ولایت کې یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، دوی اصلي او استعمال شویو کتابونه پلوري او په دې برخه کې هېڅ خنډ نشته.

یو کتاب پلورونکی غلام سرور وايي، چې د پوهنې ریاست درسي نصاب کتابونه په ځانکړي ډول د لومړنۍ دورې کتابونه په موقت ډول په زده کوونکو پلوري او د تحصیلي کال په پای کې بېرته له زده کوونکو ټولوي.

د هرات ولایت د پوهنې رییس عبدالرزاق د پوهنې ریاست له لوري د کتابونو پلورل ردوي، او په ښار کې د دغو کتابونو پلورل تاییدوي.

دی وايي، چې په پوهنې کې د کتابونو کمښت ددې لامل شوی، چې د ښوونځي درسي نصاب کتابونه په بازار کې د بازار سیا په توګه وپلورل شي.

د راپورونو پر بنسټ په هېواد کې د لېسې دورې له پاره ۱۲۲ میلیونو کتابونو ضرورت دي، خو د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې تازه ۲۱ میلیونه کتابونه چاپ کړي، چې دغه شمېر نه شي کولی، دغه اړتیا پوره کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام