«تر اوسه د ښوونې او روزنې کیفیت ته پام نه‌دی شوی»

ولسمشر اشرف غني نوی ښوونیز کال له دوو ورځو ځنډ وروسته پرانسته.

ولسمشر محمداشرف غني د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، تراوسه د ښوونې او روزنې کیفیت ته جدي پام نه‌دی شوی او زموږ پوهنیز نظام باید په اروپا او امریکا کې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړیو د ښوونیز نصاب تکرار نه وي.

د غني په وینا، د ښوونځیو تخنیکي ستونزې په راتلونکیو کلونو کې د حل وړ دي، خو د ۲۱مې پېړۍ له شرایطو سره سم باید د زده کړو کیفیت لوړولو لپاره طرحه جوړه شي.

ولسمشر غني وویل، د ښه کیفیت لرونکې زده کړې په هېواد کې د ثبات رامنځته کېدو او د ښه ظرفیت لرونکي بشري ځواک د تولید لامل کېږي.

محمداشرف غني زیاتوي، د ۲۷۰۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شوي او د پاتې نورو جوړولو لپاره به په روان کال کې بودیجه ځانګړې شي.

ولسمشر دغه راز په روان کال کې د ۱۱ زرو ښوونکیو د ګومارلو خبر هم ورکړ.

اړوند مطالب:

بادغیس؛ ۵۹زره ماشومان ښوونځي ته نه‌شي تللی

لوګر کې ۱۰۰ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي

پکتيا کې د ښوونځيو جوړولو ته خلکو ۷۲ جريبه ځمکه وړيا ورکړې

په همدې حال کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، په یاد وزارت کې پر ظرفیت جوړولو کار روان دی او دغه راز د تشکیلاتو په برخه کې د اصلاحاتو او د زده کړو کیفیت لوړولو په برخه کې هم کار شوی دی.

بلخي وايي، د شهادت‌نامو برېښنايي کولو پروسه یې پیل کړې او همدارنګه هڅه کوي چې د روان کال په اوږدو کې په دغه وزارت کې سرپرستۍ ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم ګڼ‌شمېر ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي او زده‌کوونکي هم د کتابونو له نه لرلو او له ناامنیو سر ټکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام