
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي نن ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له مرستندویو بنسټونو سره یې د ۲ میلیونه او ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۰ زدهکړیز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
دغه هوکړه لیکونه د سواد زدهکړې کورسونو جوړولو، د کانکور چمتووالي، د انګلیسي ژبې زدهکړې، روغتیا، حرفوي زدهکړو، د خدمتونو برابرولو، د مېرمنو د ظرفیتونو لوړولو او د ښوونځیو جوړولو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
اسدالله حنیف بلخي ټینګار وکړ، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې باید پیسې په شفاف ډول ولګول شي.
د پوهنې وزیر له مرستندونو بنسټونو وغوښتل، چې له دوی سره په دې برخو کې نورې مرستې هم وکړي.
د مرستندویه موسېسو استازو په غونډه کې ژمنه وکړه، چې د افغانستان د پوهنې نظام د پیاوړتیا، د ښوونې او روزنې د ودې په برخو کې به مرستې وکړي.





