د نړۍ زړې ونې د له‌منځه تللو په حال کې دي

د افریقا تر ټولو زړې ونې په پرله‌پسې ډول په یو بل پسې وچې شوې‌دي او پوهان فکر کوي چې اقلیمي بدلونونه به د دې پدیدې لامل شوي‌وي. په تېرو ۱۳ کالونو کې د «باوباس» په نوم ونې چې تر ۲۰۰۰ کالو پورې عمر کوي؛ مخ په وچېدو دي.

باوباس ونې چې په «وژل شوي موږک» هم مشهورې دې؛ د اوو ډبلو ساقو په لرلو او ډېر عمر په کولو سره د نړۍ ممتازه ونه ګڼل کېږي.

د باوباس یوه ونه چې په تنه کې یې کوچنی رستورانت جوړ شوی‌دی

د ادرین پترت په نوم د کیمیاوي او معدني موادو یو محقق او پروفیسور د دې ونو په اړه څېړنې کړي او ویلي یې دي، له ۲۰۰۵ کال راهیسې تر اوسه له ۱۳ باوباس ونو نه ۹ هغه وچې شوې‌دي. ښاغلی پترت زیاتوي، د دې ونو د وچېدلو عمده علتونه اقلیمي بدلونونه او د دې ونو غټوالی دی.

پروفیسور ادرین پترت دا هم وویل چې د اقلیمي بدلون له امله د مرکزي بوتسوانای په باباب چپمن سیمه کې د باوباس له ۸۰۰ کلونو نه تر ۱۴۰۰ کلونو پورې پخوانۍ ونې وچې شوې‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام