.jpg)
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاپورعرب وايي، د پوهنې وزارت د لارښونې له مخې په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې به د لوګر مرکز په ګډون په محمداغې ، برکي برک، څرخ، خوښۍ، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۶ نوي ښوونځي فعال کړي.
د نوموړي په وینا، پوهنې وزارت په پام کې لري چې نویو فعالېدونکیو ښوونځيو ته معیاري ودانۍ هم جوړې کړي.
هغه زیاتوي، په دغو ښوونځیو کې به د ۷۰۰ نجونو په ګډون، ۱۸۰۰ هلکانو ته هم د زدهکړو اسانتیاوې برابرې شي چې له ډلې به یې ۷ ښوونځي په مرکز پل علم، ۸ په محمداغې، ۴ په برهکي برک، ۲ په څرخ، ۲ په خوښي، ۲ په ازرې او یو هم په خروار ولسوالیو کې فعال شي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو ښوونځيو د فعالېدو غوښتنه د لوګر د دیني عالمانو، قومي مشرانو او زدهکوونکیو د کورنیو له لوري شوې ده.

بلهخوا د لوګر یو شمېر اوسېدونکي د یادو ۲۶ ښوونځيو د فعالېدو په اړه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ، له پوهنې وزارت نه غواړي چې لپاره یې ودانۍ هم جوړې کړي.
د لوګر اوسېدونکي ضياالله او نورمحمد وايي، هره ټولنه د ښوونیزو او علمي مرکزونو په جوړېدو سره پرمختګ کوي او په لوګر ولایت کې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې چې له کبله به یې سلګونه نجونې او هلکان زدهکړو ته لاسرسی پیدا کړي، هرکلی کوي.
اوس د لوګر ولایت په ۳۰۹ ښوونیزو مرکزونو کې شاوخوا ۱۴۰ زره زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي چې له ډلې یې ۴۰ زره هغه نجونې دي.
اړوند مطالب:
لوګر کې د ۵۰۰ زدهکوونکیو جنسي ځورونه؛ ګارډین راپور خپور کړ





