د بلخ ولایتي شورا غړي د پوهنې ریاست په چارو کې لاسوهنې کوي

د بلخ ولایت د پوهنې ریاست مسوولین د دوی په رسمي چارو کې د ولایتي شورا غړو له لاسوهنې شکایت کوي او د ولایتي شورا پر غړو تور لګوي، چې د ښوونکو او خپلوانو په ګومارلو کې مداخله او له خپل نفوس څخه استفاده کوي.

دغه ریاست وايي، د بلخ ولایتي شورا د فشارونو له امله د پوهنې کارونه له خنډ او ځند سره مخ شوي دي.

د بلخ د پوهنې رییس مولوی عبدالعزیز عزیز وايي، هغه کاندیدان چې د پوهنې ریاست سره په ازموینه کې ناکامېږي، د ولایتي شورا وکیلانو په واسطه د پوهنې په نظام کې شاملېږي.

عزیز وویل، څو ځلې دا سې شوي چې د یو ښوونکي د ګومارلو په برخه کې د ولایتي شوار غړي په ډله ییزو ډول د پوهنې ریاست ته مراجعه ورکوي.

دی وايي، داسې هم شوي، چې څو کسان په ازموینه کې بریالي شوي وي، خو د جذب د کموالي له امله د ولایت او وزارت مقام له خوا امر لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکول شوی.

په ورته وخت کې د بلخ ولایتي شورا رییس محمد افضل حدید وايي، چې د پوهنې ریاست کمزوری مدیریت او کار کړنه د پوهنې ریاست د کړکېچ لامل شوې.

حدید د پوهنې ریاست په چارو کې د ملي شورا او ولایتي شورا د ځینو وکیلانو لاسوهنه مني، خو وايي، د پوهنې په ریاست کې موجود بحران وکیلان لاسوهنې ته اړ کړي دي.

د ولایتي شورا رییس د پوهنې ریاست په شته ګډوډیو کې د دې ریاست مرستیالان او د انساني سرچینو مدیر ګرم بولي.

محمد افضل حدید وايي، سره له دې چې د پوهنې رییس پاک شخص دی، خو د ریاست د چارو په مدیریت کې پاتې راغلی دی.

د بلخ د پوهنې په ریاست کې موجود کړکېچ هغه مهال رامنځته شو، چې دغه ریاست د ځوانو ښوونکو د ګومارلو له پاره له شاوخوا ۲زرو کسانو د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستله؛ په داسې حال کې چې د پوهنې ریاست د جذب ظرفیت د کاندید شویو کسانو په پرتله ډېر کم وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام