د هندوستان په جوړ شويو سياليو کې د افغانستان د کندهار ولایت زده کوونکي لومړي، دویم او درېيم مقامونه وګټل.
دغه سيالۍ د شپږو هېوادونو افغانستان، قزاقستان، پاکستان، نيپال، عربي امارات او هندوستان زده کوونکي ترمنځ وشوې.
د یادو هېوادونو له ډلې ټولټال ۱۱۰ زده کوونکي ګډون کړي وو، چې سيالۍ يې د بيولوژي، فزيک او رياضي مضامينو کې وو.
راپورونه وايي، چې دغه سيالۍ د هندوستان د نوې ډهلي ښار په امنيتي پوهنتون کې ترسره شوې وه.
د کندهار شاه حسېن هوتک افغان ترک ليسې پنځو د یوولسم ټولګي زده کونکو د څلورم مقام په تر لاسه کولو سره د سروزرو، سپينو زرو او برنز مډالونه تر لاسه کړل.
په کندهار کې د افغان ترک لېسې مدير مراد تسون سلام وطندار ته وويل، د افغانستان په کچه ٦٤ تنه د افغان ترک د لېسو زده کونکي په ياده سيالۍ کې برخه اخیستې وه، چې په کې د کندهار زده کونکي ښه ځليدلي دي.
یاده دې وي، چې تردې وړاندې هم د يادې ليسې ۴ زده کوونکو په نړېوالو سياليو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.





