په کندهار کې ۱۵۳ ښوونځي تړلي دي

د دې ښوونځیو له تړل کېدو سره ۵۰ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې دي

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۳ ښوونځي تړلي دي.

د کندهار د پوهني رییس محب الله قادري نن سه شنبې د (جنورۍ پر۳۱مه) سلام‌وطندار ته وویل، چې د دې ښوونځیو له تړل کېدو سره ۵۰ زره زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې دي.

دی زیاتوي، چې کندهار ولایت ته په تشکیل کې ۵۷۳ ښوونځي ورکول شوي؛ خو له جملې یې ۴۲۰ ښوونځي فعال او ۱۵۳ هغه غیرفعال دي.

قادري:  ښوراک، ریګستان او غورک هغه ولسوالۍ دي، چې هېڅ رسمي ښوونځی نه‌لري

قادري د خپلو خبرو په دوام وویل، چې ښوراوک، ریګستان او غورک هغه ولسوالۍ دي، چې هېڅ رسمي ښوونځی نه‌لري.

د قادري په خبره، د یادو ولسوالیو ترڅنګ په یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ځېنې ښوونځي تړلي پاتې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولان د نورو ستونزو ترڅنګ ناامني او په ځېنو سیمو کې د عامو خلکو نه همکاري، د ښوونځیو د تړل کېدو ځانګړي لاملونه ګڼي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام