
د کندوز ولایت د پوهنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې وسلهوالو طالبانو د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې بندې او د خپل تسلط لاندې سیمو کې يې شاوخوا ۳ زره نجونې له زدهکړو بېبرخې پاتې کړې دي.
د راپورونو لهمخې، طالبان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د لیک او لوست اجازه نه ورکوي.
د یاد ولایت د پوهنې رېیس رستم خان احمدي د دوشنبې پر ورځ د ښوونځي زنګ وهلو د مراسمو پرمهال دغه ولایت کې د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ سلاموطندار ته زیاته کړه، چې سږکال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۳ زره نجونې په ۱۵ هغو ښوونځيو کې له لیک، لوست بېبرخې دي.
احمدي زیاتوي، چې دوی د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمو کې د ښځينه ښوونکو له کمښت سره مخامخ دي.
په همدې حال کې ۱۵کلنه زدهکوونکې عاقله چې د کلبات ولسوالۍ اوسیدونکې ده سلام وطندار سره په سختو اړ شوه چې خبرې وکړي، دا وايي، دوه کاله مخکې يې چې شپږم ټولکی خلاص کړ طالبانو يې نور د لیک لوست مخنیوی کاوه او اوس يې هم ښوونځي ته تلو هیله په زړه کې پاتې ده.

خو د کندوز والي اسدالله عمر خیل د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي، چې سږ کال حکومت پلان لري د طالبانو تر کنټرول لاندې هغه سیمې چې نجونې له لیک لوست بې برخې دي خلاصې کړي.
تېر کال هم په کندوز ولایت کې شاوخوا ۲ زره نجونې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له لیک لوست بې برخې وې.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سلاموطندار ته وویل، چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځي ته د نجونو په تلو مخنیوی نه کوي خو زیاتوي، چې په دغو سیمو کې د کورنیو مشران د خپلو کورنیو نجونو ته د دې له پاره اجازه نه ورکوي چې نارینه ښوونکي لیک لوست وکړي.
د کندوز د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دغه ولایت کې ۳ زره زده کوونکي په ۵۰۴ ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي خو په دغو شمېر ښوونځيو کې ۲۷۵ ښوونځي يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په سر خلاصي چاپيریال کې زدکړې کوي.





