د پوهنې وزارت د اټکلي شمېرو له مخې په هېواد کې د بې سوادو وګړو شمېر، چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دي په ۱۳۹۲ م لمریز کال کې ۳۴ سلنه او یو کال وروسته په دغه شمېر کې ۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې مرستیال محمد عظیم کربلايي د سواد ملي ورځې په مناسبت (سواد د سولې او ټولنې د پایدارې پراختیا له پاره) تر سرلیک لاندې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، ۲۰ سلنه ښځې او ۵۰ سلنه نارینه، چې له ۱۵ کلونو زیات عمرونه لري باسواده دي.
د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش، چې په دې مراسمو کې یې ګډون درلود وویل، افغانستان د پراخ فقر سر بېره د سواد او سواد زده کړې په برخه کې هم په نړۍ کې په ټیټه کچه ځای لري.
ده زیاته کړه په هېواد کې روان کړکېچونو ډېره برخه د بې سوادۍ له امله دي.
سرور دانش زیاته کړه، چې د هېواد زده کړیز سیستم زوړ دی که چېرې دغه سیسټم ژر تر ژره اصلاح نه شي د بې سوادۍ ستونزه به پر ځای پاتې شي.
دانش وویل، د بېلا بېلو دلایلو له امله د سواد په بنسټیز کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د جمهورییس دویم مرستیال د بې سوادۍ سره د مبارزۍ په برخه کې د نصاب برابرول، د سواد زده کړې کتابونو او توکو چاپول، د سواد زده کړې له پاره اړینې لارې ټاکل، د روزونکو برابرول او ارزونه هغه څه دي، چې د پوهنې وزارت په تېره بیا د سواد زده کړې معینیت له خوا جدي پاملرنه ورته وشي.
له بل لوري د هېواد لومړنۍ میرمنې بي بي ګل غني د ښوونې او روزنې په ډګر کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دولت مسوولیت لري، چې افغانان د سواد زده کړې ته وهڅه وي.
د سواد زده کړې معین وویلې، د پراختیایي، ښوونیزو او روزنیزو موخو پر بنسټ تر راتلونکي ۲۰۲۰ کاله پورې به د ټول هېواد ۶۰ سلنه وکړي باسواده وي.
د ملګرو ملتونو سازمان کې په ۲۰۰۰ م زېږديز کال کې په دې هوکړه وکړه، چې د (هزاره سوم) پروژې یو له موخو څخه داده، چې په ټولیزه توګه لومړنیو زده کړو ته لاس رسی ولري.
کربلایي وویل، چې تر۲۰۲۰ م زېږديز کال پورې به د ښځو د سواد کچه له ۲۰ تر ۵۰ او د نارینه و د سواد کچه له ۵۰ تر ۷۰ سلنو ته لوړه شي.
د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ د تېرې یوې لسیزې له لاسته راوړنو څخه بلل کیږي.
خو بیا هم د چارو پوهان په دې باور دي، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې دغه پرمختګ لږ دی او ښوونې او روزنې د کېفیت له اړخه د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.





