کابل اوس هم د زدکړو له ستونزو سره مخ دی

په ولایتونو او د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د درسي کتابونو او د ښوونځيو له پاره د ودانیو نه شتوالي ته د یوې تل پاتې ستونزې په توګه تل ګوته نېول کېدله؛ خو اوس د کابل ځېنې زده کوونکي هم له ورته ستونزو شکایت کوي.

دغو زده کوونکيو سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي، چې پر ځمکه او خېمو کې پر زدکړو بوخت دي.

خو د کابل د ځېنو ښوونځيو یو شمېر شاګردان وايي، چې د درسي کتابونو او ښوونیزو ودانیو د نشت له کبله یې د کورونو مشران په خپله لاس په کار شوي دي.

په دې اړه د ښوونځي یوه زده کوونکې رقیه احمدي وايي، د صنف د نشتوالي له امله زیات زده کوونکې پر ځمکه درسونه وايي او ځېنې نور یې بیا درسي کتابونه هم نه لري.

د پلازمېنې کابل د یو بل ښوونځي زده کوونکی احمدیار د خپل ښوونځي په اړه وايي، چې په ښوونځي کې یې له ۶ زرو زیات شاګردان په درس بوخت دي؛ خو د ښوونځي ودانۍ یوه برخه د ځمکې د مافیا له خوا غصب شوې او دوی مجبور دي، چې تر شنه اسمان لاندې درس ووايي.

احمدیار همدا ډول د کتابونو د نه موجودیت او درسي موادو له کمښته شکایت کوي.

دا زده کوونکي وايي، د درسي کال له پیله د یوې میاشتې له تېرېدو سره ـ سره لا هم دوی ته درسي کتابونه نه دي ویشل شوي.

خو په ورته وخت کې د ښوونې او روزنې وزارت ویاند مجیب مهرداد سلام وطندار ته د دې زده کوونکیو د شکایتونو په اړه وویل، چې د هېواد شاوخوا ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د مهرداد په خبره، په اوسنیو شرایطو کې له وزارت سره د دې ستونزې د حل له پاره کافي بودیجه نه شته؛ خو بیا یې هم کارونه روان کړي، چې دا ستونزه حل شي.

په پلازمېنه کابل کې د کتابونو د توزیع د ټکنۍ پروسې په اړه مهرداد زیاته کړه، چې د کابل ۱۷ واړه ناحیو کې درسي کتابونه توزيع شوي؛ خو د زده کوونکیو د شکایت په اړه نه پوهيږي، چې ولې یې تر اوسه کتابونه نه دي ترلاسه کړي.

هر کال له امنیتي سکتور او بیا رغونې له بنسټونو وروسته، د پوهنې وزارت له پاره زیاته برخه بوديجه بېلیږي، چې د کتابونو او ودانيو د نه شتوالي ترڅنګ اوس هم په دې برخه کې لسګونه ستونزې په ځای پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام