لوګر کې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه‌لري

 

د لوګر د پوهنې رياست مسوولان وايي چې په دغه ولايت کې شاوخوا نيمايي ښوونځي تراوسه ودانۍ نهلري.

د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکیل کلیوال سلام وطندار ته وويل چې په دغه ولايت کې ټولټال ٣٠٥ ښوونځي شته چې ۱۱۸ یې ودانۍ نه‌لري.

د کلیوال په وینا، اوس‌مهال د دې ولایت زده‌کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو د ولسمشر د ژمنې او لارښوونې له مخې به سږکال د هېواد په کچه ۶ زره ښوونځي جوړ شي چې ۱۳۰ هغه به یې لوګر کې وي.

نوموړی وايي، سږکال په لوګر کې ۱۲ نوي ښوونځي هم فعالېږي چې ودانۍ به هم ورته جوړې شي.

د لوګر د پوهنې رییس زیاتوي، دې ولایت کې ناامنۍ او د ښوونځیو ودانیو نه‌موجودیت زده‌کوونکي زړه توري کړي دي. کلیوال په امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د پوهنې بهیر په وړاندې خنډ جوړ نه‌کړي او پرېږدي چې زده‌کوونکي په ارامه خپلې زده‌کړې وکړي.

په همدې حال کې مدني فعال رحیم‌الله سمون سلام‌وطندار ته وویل، د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ناامنیو او د زده‌کړو اسانتیاوو نه موجودیت له کبله ګڼ شمېر زده‌کوونکي له زده‌کړو بې‌برخې دي.

بلخوا د لوګر مرکز (پل علم) او محمداغې ولسوالۍ زده‌کوونکیو سمیع‌الله او بهیراحمد سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، په ازاده هوا، سره لمر او باران کې زده‌کړې کوي. دوی له حکومت وغوښتل چې د زده‌کړو له‌پاره ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان دې ولایت کې د لازمو درسي کتابونو نه‌موجودیت، د پوهنې بهیر کې بله ستونزه بولي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.

اوس‌مهال لوګر کې شاوخوا ۱۴۰ زره زده‌کوونکي چې ۴۰ زره یې نجونې دي، زده‌کړې کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام