موږ ټول دا حقیقت منو، چې فلسفه خپله یا ناببره نه ده رازېږېدلې. له دې سره – سره چې فلسفه ځانته ځانګړتيا او انفراديت لري، ولې موږ د فلسفې تتې اشارې او خام علامتونه د جهالت په اولنيو دورو كې په ګوته كولى شو، داسې هم ویلی شو، چې موږ د فلسفې ريښې يا علامات د ديومالا (اسطورې) په تېر هېر تهذيب او كلتور كې په اسانه رابرسېره كولى شو.
پروفېسر جان برنټ وایي، چې د افلاطون او ځېنو نورو فلسوفانو په نظرونو كې اساطيري شواهد موجود وو، خو دا بیخي د دې مانا نه ورکوي، چې موږ ديومالایي خرافات او فرضي خيالات د فلسفې تخم يا بنياد وګڼو، ځکه چې فلسفه او اسطوريي فكر يو ډول نه، بلکې د يو بل ضد دي.
اسطوره يا ديومالا د جاهليت د دورې د بې سره او بې پښو داستانونو واقعيتونو يو بې مانا نا تمام دفتر بلل كيږي. ځېني پوهان په دې عقيده ټينګار كوي، چې فلسفې په هغه وخت سترګې غړولې دي، چې انسان په هغه وخت کې په شعوري توګه د ديومالایي فكر يا اساطيري جذباتو ته خيرباد وویلې. دغه نيم صداقت په خپل ځاى د منلو وړ دى، چې فلسفه يا فلسفي فكر او تخيل؛ يو مخ د اساطيري اغېزو نه پاك هم نه دي. ځکه چې ديومالایي شعور هم د فلسفي شعور غوندې د ارتقاء يا پرمختګ له بېلا بېلو پړاوونو راتېر شوى دى او اساطيري فكر حتمي تر يوه حده د فلسفې د باقاعده آغاز له پاره يو خام بنياد ايښى دى؛ نو په همدې اساس د ديومالا د اساسي ارزښت څخه انكار نه شي كېدلى، ځكه خو زموږ ځېنې پوهان په دې ګروهمن دي، چې د اسطورې له همدغه تخم نه د فلسفې درختې خپل يو وجود موندلى دى.
د علم النفس لارویان او د بشري قوې استادان وايي، چې ديومالایي (اساطيري) تهذيب په اصل كې د اسطورې يا ديومالا اصل ثقافت و او هم دغه ديومالا په اصل كې د بنيادم لرغونى عقل بلل كيږي. د بنيادم د ژوند لومړنۍ نښې او نښانې موږ په دغه پخواني تهذيب او كلتور كې په اسانه رابرسېره كولى شو او د انساني ژوند د تاريخ لومړنۍ پاڼي موږ په همدغه لرغوني اساطيري تهذيبونو كې په ګوته كولى شو.
يا که چېرې موږ د بشريت د لومړنیو خوبونو سرمايه كه چرته لټول غواړو؛ نو هغه هم د دغو لرغونو او قديمو تهذيبونو په منظومو داستانو كې شته دی.
په پلازجي تهذيب او تمدن كې به خلګو د داسې ديوتاګانو او دېويانو عبادت كول، چې نه به یې نومونه درلودل او نه څه لقب، خو هر ديوتا به یې د تهيو (Theoi)په نامه يادولو، د تهيو مانا "پالونكى"وه. كله چې د پلازجي عقايد کرار- کرار په وركېدو شول؛ نو د هومر خيالي ديوتا زېوس (zeus) په اكيایي تهذيب كې غلط العام شو. د ازيوس دېوتا كم او انسان زيات و.
په همدغه زمان كې د قديم يونان په دې لرغوني تهذيب كې داسې وحشي قبایل و، چې د ښارونو څخه به ډېر لېرې اوسېدل. داسې وحشي خلکو ته به دوی سائيكلوپ ویل. د دوی په فكر او سوچ دا پېریانی مخلوق و. دغه سائيكلوپ به خورا ځواکمن و، خلکو به ورنه وېره لرله او دا هم ويل كېږي، چې دغه مخلوق به په ډېر شوق درانه درانه كارونه كول. د مندرنو او عبادت ځایونو د جوړولو له پاره به درنې ډبرې او همدغه جناتي مخلوق راوړلې ځيني پوهان دا هم وائي. چې دغه دروند كار به دغه پېریانی مخلوق چې (سائيكلوپ بلل كېدل) په ډېر شوق ځكه كول، چې دوی به له دې لارې خلکو ته خپل زور او ځواک ښکارله کولو.





