د دایکندي پوهنې رییس ته د زده‌کوونکیو خطاب: موږ څه ګناه کړې؟

د دایکندي ولایت شهرستان ولسوالۍ زده‌کوونکیو نن د «موږ څه ګناه کړې» او «و د پوهنې غالی رییسه، ایا ستا ځامن هم زموږو په څېر په ډاګ کې زده‌کړې کوي؟» په شعارونو ورکولو، د دې ولایت سیمه‌ییزو مسوولانو هرکلی وکړ.

د دایکندي د والي او پوهنې رییس په ګډون، سیمه‌ییز مسوولان داسې مهال د زده‌کوونکیو له دغه چلن سره مخ شول چې د نجونو یوه ښوونځي پرانستې له‌پاره شهرستان ولسوالۍ ته تللي وو.

د دایکندي ولایتي شورا غړی سهراب‌علي اعتمادي وايي، د یادو زده‌کوونکیو شمېر له ۴۰۰ ډېر و. د نوموړي په وینا، د پوهنې رییس دې ولایت کې د پوهنې بهیر پروړاندې شته ستونزې حل کړي نه‌دي او د حکومت مرکزي اداره هم ورته لازم پام نه‌کوي.

په همدې حال کې د دایکندي د پوهنې ریاست مسوولان د زده‌کوونکیو ستونزو او اړتیاوو د تایید ترڅنګ وايي، د معترضو زده‌کوونکیو غوښتنې به له سیمه‌ییزو چارواکو سره شریکې کړي.

د دایکندي د پوهنې رییس رحمت‌الله سیرت وايي، یاد ولایت کې ۱۸۶ ښوونځي ودانۍ نه‌لري، خو ۱۰۴ ښوونځي معیاري ودانۍ لري. دغه راز ۳۵ نور په زړو کورونو کې دي او ۷۴ ښوونځیو له‌پاره د ودانیو جوړولو چارې روانې دي.

د شمېرو له مخې په ټول دایکندي کې ۱۶۶۶۰۳ زده‌کوونکي ښوونځیو ته ځي چې له ډلې یې ۷۶۹۸۴ یې نجونې او پاتې ۸۹۶۷۹ یې هلکان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام