.jpg)
ستورو پېژندونکیو له څو لسیزو پخوا د اټکل له مخې فکر کولو، چې د ځېنو ستورو په شاوخوا کې سیارې موجودې دي، ځېنې یې بېخي د ځمکې په څېر دي.
په هغه وخت کې له فکر او ګومان کولو پرته بله لار نه وه او په هغه وخت داسې وسایل نه وو، جوړ شوي، چې د ستورو په چاپېره کې سیارې پرې ولیدلی شي.
د یو ستوري په چاپېره کې د یوې سیارې چورلېدل د دې په څېر ده، لکه د یو ۲۰۰والټه ګروپ په چاپېره کې د ۵۰۰ کیلومترو په واټن یو مچ وچورلي. ولې د یو مچ مثال؟ د دې له پاره دغه بېلګه، چې ستوري رڼا لرونکي او ځلانده اجرام دي او د دوی په چاپېره کې موجودې سیارې نور (رڼا) نه لري او د مورني ستوري د رڼا لاندې لادرکه کېږي او نه شوکولای، چې یوه سیاره په مستقیم ډول ووینو.
دې ته حالت په کتو سره ویلی شو، چې په تېر کې د ستورو په شاوخوا کې د سیارو مطالعه کول او مومندل د علمي تخیلاتو په کچه پاتې کېدل او په غوڅ ډول نه پوهېدو چې په لرې پرتې سیارې کې حیات شته او کنه؟
خو د حرفه يي ستورو پېژندونو له پاره هر څه بدولون وکړ، هغوی نور داسې حالت ته نه تسلمیږي؛ په ځانګړي ډول د کیپلر فضايي تلسکوپ نه په استفادې سره پوهانو ثابته کړه، چې دوی کولای شي، د سیارو په ټولو جزیاتو پوه شي.
.jpg)
حرفوي ستورو پېژندوونکو د لومړي ځل له پاره په ۱۹۹۱ کال کې یوه سیاره وموندله چې د یو ستوري په چاپېره کې چورلېدله؛ د وړانګو د تاوېدو په روش یې د مور ستوري او سیارې تر منځ جاذبه قوه په وضعي حرکت کې د معمولي ټکان لامل شوه، نو بیا ستوري پېژندوونکي په دې توانیږي، چې دغه سیاره پیداکړي.
له هغه وروسته د سیارو د موندولو پروسه ګړندۍ شوه او د ستورو پېژندوونکو حوزه له ۲۰۰۰ کال راهیسې لا مجهزه شوه. تر اوسه پورې له یوزرو ۶۰۰ زیاتې سیارې موندل شوي دي، چې د ستورو په چاپېره تاویږي او تقریبا ۴ زره نور ستوري به هم د فضايي تلسکوپ لارې ولیدل شي.
د نن ورځې د فضايي تلسکوپ وړتیا دومره لوړه شوې ده، چې له عطارد نه کوچني سیارې هم پيداکړي. سیارې له یوه ساعته تر څو کلونو پورې د ګرځېدو وخت لري. په دې معنا د یوې سیارې یو کال کېدای شي، څو ساعته وي او د یوې بلې سیارې یو کال څو کاله وي. دغه اندازه سیارې د سلګونو میلیاردو سیارو یو ډېره کوچنۍ برخه ده، چې د شیري لارې کهکشان په ټولو برخو کې موجودې دي.
ستوري پېژوندوونکي دمګرۍ د سیارو د موندولو طلايي دورې ته ور دننه شوي دي، چې دغه پېر ډېر هېښنده او په زړه پورې دی.
.jpg)
له شمسي منظومې وتلې سیارې او سپوږمۍ
د «میاشتې په بهرني اړخ کې سپوږمۍ» هغه اسماني جسم ته ویل کیږي، چې د یوې سیارې په چارچاپېره کې بله سیاره په بله منظومه کې تاویږي. که د هالیوډ اواتار فلم وګورئ، له ورایه په کې ښکاري، چې د پانډورا په نوم یوه سپوږمۍ د زحل په څېر د سیارې په چارچاپېره کې ګرځي.
سپوږمۍ د شیري لارې په کهکشان کې د حیات موندنې د هڅو له پاره لار پرانیزي.
د باندنیو سپوږمیو د پلټې یوازینۍ لامل داده، چې ایا په دې نړۍ کې یوازې موږ یو؟
د لا زیاتو سپوږمیو موندل دا معلوموي، چې له شمسي منظومې د باندې د نورو سپوږمیو په سطحه کې د حیات یا ژوند له پاره زمېنه او شرایط برابردي او کنه؟
خو په اوسني وخت کې باید یوازې د ځمکې په څېر یوه سیاره په خورا ځیرتیا سره له شمسي منظومې نه د باندې وګورو، چې ایا د ژوند له پاره کوربه ده او کنه؟
د باندنیو سپوږمیو د پلټنې له پاره څو دلایل لرو؛ د دې پلټنې په وسیله په کیهان کې د ژوند کولو راز پيدا کړو. که د ځمکې په څنګ کې سپوږمۍ نه وای، ښايي، د ځمکې په نوم سیاره کې ژوند دوام نه وی کړی. په دې معنا چې د ځمکې پر مخ د ژوند په موجودیت کې سپوږمۍ رغنده او حیاتي رول لري او په بله لیکنه کې به په دې اړه مکمل معلومات وړاندې کړو.
.jpg)
د ځمکې د ګرځېدو محور د لمر لور ته ۲۳،۵ درجو په اندازه قوس ته ورته کوږوالی لري او د کال د څلور فصلونه را منځته کېدو لامل شوي دي. د حیات له پاره د ځمکې قوس بڼه کوږوالی خورا مهم دی او دغه له میلیونو کلونو راهیسې لري او یوازې یو یا دوه درجې بدلون کړی دی.
له بل لوري که میاشت نه وای، په خپل محور د ځمکې چټک چورلېدل د دې لامل کېدل، چې تل به اوقیانوسونو بړاس کاوه او ساحلي سیمې به په زرګونو کیلومترو پورې هر کال ویجاړېدلي؛ د ځمکې پر مخ به بادونه په دومره چټکۍ سره لږېدل چې ونې به یې له بیخه وباسلې. په داسې یو حالت کې به د ځمکې په مخ د نن په شان ژوند به امکان نه لاره.
دې ته په کتو سره د سپوږمۍ جاذبه قوه د دې لامل شوې ده، چې د ځمکې په سیاره کې ثبات او ارامي رامنځته کړي.
که سپوږمۍ نه وای، د ځمکې اقلیمې شرایط به تل د بدولون په حال کې وو او د کال له څلورو ښایسته فصلونو حال به دا ډول نه وو. د سپوږمۍ جذب د دې لامل شوې، چې د ځمکې په سطحه کې جذراومد را منځته کړي. میلیاردونه کلونه پخوا په ساحلي سیمو کې د اقیانوسونو لاندې باندې کېدلو د ډبرو پر مخ مالګې منظمې کړې او دغه چاره د دې لامل شوه، چې یو سلسله ځانګړي کیمیاوي تعاملات رامنځته شي او د بېلابېلو مالیکونو د پیدایښت له پاره لکه DNA او نور ته زمېنه برابره کړي.
مریخ بیا دوه سپوږمۍ لري، خو د سپوږمیو جاذبه قوه یې کمه او بې اغیزې ده. دا چې سپوږمۍ یې د ځمکې د سپوږمۍ په څېر غټې نه دي، نو مریخ په تدریج سره شا ته او مخې ته ټکان کوي او له همدې کبله د مریخ د محور کوږوالی د لمر د استوا په طرف په میلیونو کلونو کې له صفر څخه تر ۶۰ درجو پورې بدلون کړی دی. د مریخ په اقلیم کې یې زیات بدلون راوستلی دی. که چېرې پخوا په مریخ کې حیات هم موجود وو، نو د اقلیم د همیشني بدلون سره په ستونزه کې ښايي له منځه تللی وي.
.jpg)
په ټوله کې، که ځمکې ته ورته سیاره وموندل شي، خو سپوږمۍ ونه لري، بیا هم هلته د ژوند د موجودیت امکان ډېر لږ دی. په هر حال د نورو سیارو په چاپېره کې د سپوږمیو موندل د شیري لارې د کهکشان په بله څنډه کې د حیات په پیداکولو کې مهم رول لري.
تر اوسه پورې ستورو پېژندونکو څومره سیارې چې موندلي دي، سره له دې چې د حیات له پاره مناسب شرایط نه لري او ګازي دي، خو دوی بیا هم د نورو سیارو د موندلو له پاره لېوالتیا لري، اوس نه پوهېږو چې څومره ګازي سیاري په خپل چارچاپېره کې سپوږمۍ لري. ګازي سیارې چې مخکې د حیات د پیداکول له پاره له نوملړه ویستل شوې وې، یو ځل بیا د پلټنې په لست کې ورګډې شوې.
د دغو سیارو په شاوخوا کې د سپوږمیو پیداکول، موږ ته د حیات د موندلو له پاره هیله راکوي؛ تقریبا ټولې سپوږمۍ په ځانګړي ډول د شمسي منظومې سپوږمۍ د ډبرو نړۍ ده، چې له اوبو ډک اقیانوسونه او اتموسفیر لري.
.jpg)
د بېلګې په ډول د زحل سیارې سپوږمۍ د ځمکې د سپوږمۍ په نسبت زیات غلیظ اتموسفیر لري او د زحل سیارې بله سپوږمۍ انسلادوس په زیات اټکل سره د خپلې سطحې لاندې د لوبو ډک سیندونه لري؛ د مشتري دوه سپوږمیو اروپا ا ګانیمد تر سطحو لاندې اقیانوسونه ښايي، چې په اوبو کې د اوسېدونکو حیواناتو له پاره حیات برابر کړی وي او هلته حیات موجود وي. که چېرې د شیري لارې په کهکشان کې حیات موجود وي؛ ښايي په دغو سیارو کې د موجوداتو استوګنه د دې سیارې نه بلکې د سیارې د سپوږمۍ له وجې وي.
د دغو سپوږمیو پیداکول او پلټل تازه پیل شوي دي، خو د داډول زیاتې کوچنۍ سپوږمۍ لیدلو موږ دې ته اړ کړي یو، چې له غیرمستقیمو تګلارو کار واخلو.
د دغو شپوږمیو شمېر لسګونو میلیاردو ته رسیږي او د دې عجیبې نړۍ په موندلو سره په کیهان کې د حیات په اړه زیاتو پښتونو ته ځواب پیداکېږي.





