
د فراه والي اصف ننګ د دې ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د خلکو په منځ کې یوې غونډې ته وویل، چې د دې ولایت د شمالي ولسوالیو ناامنیو له امله ۳۵۰ زره کوچنیان او نوي ځوانان له زده کړو بې برخې دي.
د فراه والي وايي، چې بالابلوک، خاک سفید، بکوا او ګلستان د فراه ولایت هغه ناامنې ولسوالۍ دي، چې ډېر زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې دي.
د فراه والي چې د پرچمن ولسوالي د لیدلو له پاره دغې ولسوالۍ ته تللی و؛ ځايي اوسېدونکیو سره ژمنه وکړه، چې په نوي ښوونیز کال کې به د نویو ښوونځيو د جوړولو ترڅنګ به نوي ښوونکي په دندو وګوماري او ګڼې نورو رغنیزې پروژې به پلي کړي.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د پوهنې رییس محمد صابر فاروقي سلام وطندار ته وویل، چې ناامني، د ښوونځیو او زده کوونکیو نه شتوالی د دې ولایت د پوهنې په برخه کې عمده ستونزې دې.
د فراه د پوهنې رییس د ۳۵۰ زرو تنو زده کوونکیو له زده کړې د پاتې کېدلو په اړه وايي، د دې ولسوالیو په ځېنو برخو کې زده کوونکي شته؛ خو ښوونځي نه شته او ډېر زده کوونکي په جوماتونو، خېمو او ازاده فضا کې درس وايي.
د فاروقي پر وینا، د امنیتي ستونزو او حکومت د پرېکړې پر اساس ګلستان ولسوالي له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدول شوه، چې له امله یې په دې ولسوالۍ کې هېڅ ښوونځی نه دی پرانیستی.
له بلې خوا د دې ولسوالیو اوسېدونکي له والي نه غواړي، چې خپلې ژمنې عملي کړي.
د فراه ولایت مسوولان وايي، ۳۲۰ ښوونځي فعال دي، چې په هغو کې ۱۵۰ زره هلکان او نجونې په درس بوختې دي، چې ۴۰ سلنه برخه یې ښځې تشکیلوي.





