د غزني د پوهنې رییس او د وزارت تفتیش ریاست جنجال؛ څوک په حقه دی؟

د پوهنې ریاست د داخلي تفتیش ریاست په ۴۳۸۰ شمېرې مکتوب کې ـ چې د سلام‌وطندار لاس ته ورغلی ـ د غزني ولایت د پوهنې رییس په غیرقانوني کړنو، لاس‌وهنې او په‌خپل‌خوښو ګومارنو تورن کړی.

دا مکتوب د ۱۳۹۷ لمریز کال د سنبلې پر ۲۴مه صادر شوی‌ او په هغه کې راغلي چې د غزني پوهنې ریاست د تعلیمي اساساتو پخوانی امر نثاراحمد ازادزوی، د تعلیمي نظارت امر محمدعالم او د بشري منابعو عمومي مدیر محمداسماعیل یوسف‌زی د دې ریاست د ريیس محب‌الرحمان انصار نه شکایت‌شوې دوسیې اصلي اشخاص دي. د مکتوب په منځ کې راغلي، دا چې د ښاغلي انصار له ګومارل کېدلو یوازې ۵ میاشتې تېرېږي؛ هغه په «اداره کې د اصلاحاتو په نامه» پرته د قانون د احکامو له ارزونې په عقده‌يي او سلیقوي ډول په مختلفو بستونو افراد ځای پرځای کړي‌دي.

د پوهنې وزارت د تفتیش داخلي ریاست د مکتوب په وروستي مخ کې راغلي چې د پوهنې رییس د مالي بودیجې په حیف‌ومیل، د پوهنې ریاست د اجناسو او اموالو په غیرقانوني توزیع، غیرقانوني اجراتو، په غیرقانوني ډول د ښوونکیو د حق‌الزحمې په وېش او د حق‌الزحمه‌يي ښوونکیو د ګورمارنې د طرزالعمل په عدم رعایت کې لاس لري.

له پرله‌پسې اړیکو وروسته بیا هم په‌دې بریالي نه‌شو چې د پوهنې وزارت د تفتیش ریاست د مسوولانو د دې څېړنو او تورونو په اړه د هغوی توضیحات واخلو.

د پوهنې وزارت د خپرونو رییس کبیر حقمل د ښاغلي انصار د دوسیې په اړه وايي چې د دې دوسیې څېړنه ډېر وخت نیسي او کله چې تورونه ثابت شي؛ د پوهنې له رییس سره به قانوني چلند وشي.

خو د غزني د پوهنې رییس د دې ادارې څېړنې غرضي بولي او وايي، حاضر دی چې غزني پوهنې ریاست کې د څوو میاشتو د کړي خدمت دفاع وکړي. ښاغلی انصار د کنايې په ډول سره وايي چې ناوې ولسوالۍ ته د ۲۷ خېمو لېږل او ۱۲ تازه تاسیس شویو ښوونځیو ته د یو اندازه کتابونو او قرطاسیو لېږل، د پوهنې ریاست له کلیدي بستونو د مفسدو کسانو لېرې کول او پرځای یې نور ګومارل او په ۱۴۰۰ موقتي بستونو باندې د ښوونکیو په توګه د بې‌کاره ځوانانو ګومارل هغه موارد دي چې د تفتیش پلاوی یې غیرقانوني کړنې او ناسالم مدیریت ګڼي.

د غزني په اداري واحدونو کې د پوهنې ریاست له جنجالونو ډک ځای لري: ځېنې د دې ادارې له کارونو او اصلاحاتو ستاینه کوي او خېنې بیا دا اداره په بډو او فساد تورنوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام