
په بغلان کې ځينې کورنۍ شکایت کوي، چې د دوی په ښوونځيو کې درسي کتابونه نهدي ویشل شوي او زدهکوونکي يې له تېرې یوې میاشتې راهیسې پرته له درسي کتابونو ښوونځیو ته ورځي.
د بغلان ولایت پلخمري ښار د زده کوونکو یو شمېر کورنۍ په دغه ولایت کې پر زده کوونکو په نا انډوله توګه د کتاب پرویشلو انديښنه ښيي او وايي، چې د ښوونځي ډیر کتابونه د ښار په کتاب پلورنځيو کې پلورل کیږي.
د زده کوونکو د کورنيو یو شمیر يې د یاد تور پورې کوي، چې د دغه ولایت پوهنې د ریاست کارکوونکي په قاچاقي ډول درسي کتابونه په بازارونو کې په کتاب پلورونکو خرڅوي.
د یو زده کوونکي پلار محمد غني سلام وطندار ته وویل، چې د ښوونځي ښوونکي يې بچیان ګواښي تر څو کتابونه له ښاره وپيري.
د بغلان ولایت مدني فعال عبدالفتاح عطايي هم وايي، چې د هېواد د پوهنې کتابونه چې په لوړ کیفیت چاپ شوي دي په کمه بیه د ښار کتاب پلورونکو ته ورسیږي چې دا کار د زده کوونکو د کورنیو د اقتصادي زیان لامل ګرځي.
د عطايي پروینا، ډیری کورنۍ خپلو بچیانوته د کتاب پیرلو توان نه لري او د دې کار په دوام سره به ډیر زده کوونکوي له لیک لوست پاتې شي.
د بغلان ولایت یو زده کوونکی عبدالله وايي، چې د ښوونځي کتابونو يي د ځينو خپلوانو له خوا چې د پوهنې ریاست کې دنده لري ترلاسه کړي او نور ټولګي وايي چې پيژندګلوي ونه لري اړ دي چې د ښار له کتاب پلورنځيو کتاب وپيري.

د رامش په نوم یو زده کوونکی وايي، چې کورنۍ يې ورته ۱۶ جلده کتابونو پيسې پور کړې دي:
په همدې حال کې د بغلان ولایت د پوهنې رییس غلام محي الدین پيکان حیدري سلام وطندارته وویل چې د دغه ولایت پر ۸۰ سلنه زده کوونکو کتابونه ویشلي دي خو زیاتوي چې دغه کتابونه په انډوله توګه نه دي ویشل شوي.
هغه وايي چې په ښار کې د کتاب پلورلو مخنیوي په موخه جدي هوډ لري.
د بغلان ولایت د پوهنې ریېس زیاتوي، چې پوهنې وزارت په هرو درېیو کلنو کې کتابونه ویشي او دوی سږ کال د ۵۰۰ ښوونځيو چې له منځني تر لیسې دورې پورې شاملې دي د یومیلیون ۶۱ زره ۳۹۰ جلده د اړتیا وړ کتابونه لري.
دغه راز، اندیښنې شته چې ډيری خصوصي ښوونځي د اړتیا وړ کتابونه له قانوني پړاو سرته رسولو پرته دولتي ښوونځيو له پاره دولتي کتابونه له ښار څخه په کمه بیه ترلاسه کوي.





