افغانستان سره د نړېوال بانک ۴۰۳ میلیونه ډالر مرسته

مالیې وزارت نن له نړېوال بانک سره د ۴۰۳ میلیونو ډالرو وړیا مرستو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د مالیې وزارت او نړېوال بانک مسوولان وايي، د یادو وړیا مرستو ډېره برخه به په وروسته پاتې ولایتونو کې لومړنیو زده‌کړو ته د ماشومانو، په ځانګړي ډول نجونو لاسرسي برخې کې ولګول شي.

د مالیې وزارت سرپرست محمدهمایون قیومي وايي، د یادو مرسته شویو پیسو ۲۹۸ میلیونه ډالر به زده‌کړو ته ځانګړي شي.

په همدې حال کې د افغانستان له‌پاره د نړېوال بانک رییس شبهام چوهدري وايي، د افغانستاني نیمايي ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې باران او لمر ته زده‌کړې کوي؛ نو د دې پروګرام په لومړي ګام کې به د ښوونځیو له‌پاره ودانې جوړې شي.

بلخوا د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي وايي، ۷،۳ میلیونه ماشومان به له دغو مرستو برخمن شي.

د مسوولانو په وینا، د دې پروګرام ځینې پروژې به په ۲ کلونو او ځینې نورې به یې په ۵ کلونو کې عملي شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام