
د ۱۳۹۶ ښوونیز کال زنګ نن وکړنګول شو. د تعلیمي کال پيلولو په مراسمو کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، چې لا هم په افغانستان کې ۴۸ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
دانش وايي، حکومت د کتابونو کمښت ستونزې او په تول هېواد کې ښوونځیو لهپاره د ودانیو جوړولو کار کوي.
د ولسمشر دویم مرستیال د پوهنې وزارت مسوولینو ته په وینا کې وویل، د ګومارنې په پروسه کې دې وړ او تجربه لرونکو ښوونکو ته لومړیتوب ورکړي.
د سرور دانش په خبره، دولت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همکارۍ هڅه کوي چې په ناامنه سیمو کې د تړل شویو ښوونځیو دروازې پرانیزي.
دانش د زده کړې کیفیت لوړولو، د ښوونیز نظام څارنې او سمون په موخه د فرهنګي او علمي شورا جوړېدو خبر هم ورکړ.

غونډه کې د پوهنې سرپرست وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، په ۱۳۹۵ کال کې ۹۷۵ زره زده کوونکي په ښوونځیو کې جذب شوي دي، چې په اوس وخت کې ۹،۲ میلیونه زده کوونکي په ټول افغانستان کې په زده کړو بوخت دي؛ له جملې یې ۳۹ سلنه یې نجونې دي.
بلخي وایي، ټاکل شوې سږکال یو میلیون زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي چې له دې ډلې ۴۳ زره به یې نجونې وي.
د پوهنې وزارت مسوولین وایي، په روان کال کې د ۱۴۱ نویو ښوونځیو جوړول، په لرې پرتو سیمو کې د ۱۰ زره ښځینه ښوونکو ګومارل، د پوهنې د مدیریت د کچې لوړول، د کتابونو چاپول او د وینې کمښت د درملو وېش د دوی لومړیتوبونه دي.





