
د ننګرهار د پوهنې ځایناستي رییس سیدعیسی سادات نن په یوې خبري غونډې کې د دې ولایت د ۹۰۳ بابه ښوونځيو له جملې نه د ۴۰۵ هغو د سرپناوو، د څښاک پاکو اوبو او احاطو د نهشتوالي خبر ورکړ.
نوموړی په ټینګار سره وايي چې له پوهنې وزارته یې د دغو ښوونځیو د جوړولو لهپاره د بودیجې غوښتنه کړې؛ خو وزارت تراوسه مثبت ځواب نهدی ورکړی.
د پوهنې ځایناستي رییس دا هم زیاته کړه چې تر دا مهاله د ناامنیو لهامله د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲ ښوونځي تړلي پاتې دي؛ خو د دې ښوونځیو ښوونکي او زدهکوونکي په امن سیمو کې په تدریس او زدهکړه بوخت دي.
د ښاغلي سادات په خبره، هڅه کوي چې تر را روان لمریز کاله د قوميمخورو او ولسيشوراګانو په مرسته تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.
ده همداراز وویل، په ځېنو ولسوالیو کې وسلهوالو طالبانو غوښتنه لرله چې په ښوونځیو کې دیني مضامین زیات شي پهداسې حال کې د پوهنې وزارت پهدې برخه کې ستونزه نهلري او دوی په ټولو ښوونځیو کې دولتي نصاب تدریسوي.

د ننګرهار د پوهنې ځایناستی رییس وايي، په روان ښوونیز کال کې یې د دې ولایت د مرکز په ګډون په ۲۲ ولسوالیو کې تر ۶ سوو زرو کتابونه وېشلي او له مرکزه یې ۸ سوه زره نور هم تر لاسه کړي چې د اړتیا په صورت کې به یې پر زدهکوونکیو ووېشي.
ښاغلي سادات د خبرو په دوام وویل، دوی پهدې ولایت کې له اووم نه تر نهم ټولګي د کتابونو له کمښت سره مخ دي. ده دا ستونزه عمومي وګڼله.
د پوهنې ریاست مسوولان وايي، دوی په روان کال کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۴۶۴ کلیوال ښوونځي هم جوړ کړيدي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي داسې مهال د خپل تېر کال د لاستهراوړنو او ستونزو په اړه خبرې ورکوي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د پوهنې ریاست د ځایناستي رییس له لوري اداره کېږي؛ پهداسې حال کې چې د نوي رییس ور پېژندلو ټول کارونه خلاص شويدي.





