امنیتي ننګونو د بلخ ښوونیز بهیر له ګواښ سره مخ کړی

د بلخ په ولایت کې د ښوونې او روزنې مسول چارواکي او د زده کوونکو کورنۍ په دې ولایت کې د زده کوونکو د امنیت نه خوندیتوب څخه وېره لري.

د بلخ ولایت د پوهنې رییس عبدالعزیز وايي، سره له دې چې په دې ولایت کې د زده کوونکو پر مخ هیڅ ښوونځی نه دی تړل شوی او د دې ولایت په چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې د امنیت نشتوالی د دې سبب شوي، چې په کم شمېر سره زده کوونکي ښوونځیو ته لاړ شي.

دی وايي چې په دې سیمو کې د طالبانو فعالیتونه د دې سبب شوي دي، چې نجونې ښوونځیو ته لاړې نه شي.

ضیاالدین، یو له هغو ښوونکو څخه دی چې د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په البرز غره په سیمه کې زده کوونکو ته درس ورکوي. نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو له لوري ګواښل کیږي او د ژوند لپاره یې هېڅ ډول تضمین نشته.

د بلخ  دولت آباد ولسوالۍ د ابونصر فارابي ښوونځي مدیر محمد نعیم قریشي، وايي د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د دې ولایت په ځېنو سیمو کې ناامنۍ زیاتې شوي دي؛ د طالبانو او القاعده په نوم ښوونکي او نجونې په وژنه ګواښي.

خو د بلخ ولایت د پولیسو قومندانۍ سرپرست بیا دا خبرې ردوي او وايي، چې تراوسه پورې دوی ته چا داسې کوم شکایت نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنې ریاست مسولان د دې ولایت په ځېنو سیمو کې له ناامنیو څخه سر ټکوي او له بل لوري د دې ولایت د امنې قومندانۍ سرپرست بیا دا څرګندونې رد وي او وايي، چې د بلخ د پوهنې ریاست له لوري دوی ته د ناامنیو د ګواښ کوم شکایت نه دی شوی.

د ملي یووالي حکومت د هرې ورځې په تېرېدو سره په شمالي ولایتونو کې امنیتي ګواښونه زیاتېږي او غیر مسول وسله وال کسان په ازاد توګه په کلیو او بانډو کې تګ راتګ کوي او دا موضوع د خلکو د اندېښنې سبب شوې ده.

په بلخ ولایت کې ۵۹ زره او ۵۰۰ زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، چې له جملې یې ۴۲ سلنه نجونې دي.

د دې ولایت د اوسېدنکو په وینا، د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو او د هرې ورځې په تېرېدلو او په افغانستان او په تېره بیا په شمالي ولایتونو کې ناامنۍ زیاتیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام