د غور د پوهنې رییس احمدصابر نوري سلاموطندار ته وویل چې د دغه ولایت اوسېدونکیو د ښوونځیو جوړولو لپاره خپله لسګونه جریبه ځمکه د پوهنې ریاست په واک کې ورکړې ده.
نوري وايي، یاده ځمکه شاوخوا ۴۱۶ جریبه ده او د خلکو دغه اقدام کولای شي چې په دغه ولایت کې د ښوونې او روزنې بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.
د غور د پوهنې رییس په وینا، د دغه ولایت د ۸۲۶ ښوونځیو له ډلې اوس هم نږدې ۲۰۰ یې ځمکه او ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې تر خیمو لاندې زده کړې کوي.
په همدې حال کې د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي د خلکو د دغه اقدام د ستاینې ترڅنګ وايي، ځانګړې شوې ځمکې کولای شي، د دغه ولایت په پوهنیز بهیر کې شته ستونزې حل کړي.
د نوموړي په وینا، خلکو د ولسمشر له غوښتنې سره سم د ښوونځیو جوړولو لپاره ځمکه ورکړه او اوس په دغه ولایت کې د ۲۰۰ ښوونځیو لپاره ځمکه ځانګړې شوې چې په راتلونکیو پنځو کلونو کې به یې د ولسي تړون له لارې ودانۍ هم جوړې شي.
بلهخوا د ښوونې او روزنې یو شمېر کارپوهان له حکومته غواړي چې د خلکو له لوري ورکړل شوې ځمکه د ښوونې او روزنې د پرمختګ لپاره وکاروي.
د غور ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نهلري
پکتيا کې د ښوونځيو جوړولو ته خلکو ۷۲ جريبه ځمکه وړيا ورکړې
زابل کې ۶۵ تړلي ښوونځي پرانیستل شوي

د ښوونې او روزنې چارو کارپوه غلامرباني هدفمند وايي، خلکو د حکومت له غوښتنې سره سم د ښوونځیو لپاره ځمکه ورکړه؛ اوس دې حکومت هم د ښوونیز ډګر د پرمختګ لپاره له یادو ځمکو دېوال را تاو او د ښوونځیو ودانۍ دې پرې جوړې کړي.
د غور د پوهنې ریاست د مسوولانو په وینا، د دغه ولایت د اوسېدونکیو له لوري ورکړل شوې ځمکه شاوخوا ۴۷ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.





