
ژور ټپونه چې ډېری یې د سوځېدو له کبله دي، پوستکي ته زیان رسوي، خو اوس یوشمېر پوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د دا ډول ټپونو درملنه تر جراحۍ پرته هم کېدای شي.
په سانټیګو کې د ساګ مطالعاتو انسټېټوټ څېړونکي وايي، داسې طریقه یې موندلې چې سوځېدلی او زیانمن شوی پوستکی په ۱۸ ورځو کې بېرته خپل حالت ته راګرځوي.
د دې څېړنې ستر څېړونکی پروفېسور جان کارلوس وايي: «هغه څه مو چې پهدې څېړنې کې وکړل، له درېوو اړخونو د پوستکي پوښښ دی چې مخکې دا کار ناشونی و.» د کارلوس په وینا، ډاکټران به تر دې وروسته وکولی شي، په ټاکلي وخت کې د هر ډول ژور ټپ درملنه وکړي.
د ساګ څېړنو انسټېټوټ څېړونکي وايي، په وروستیو څېړنو کې یې د سلولونو هغه څلور مهمې برخې موندلي چې د پوستکي حجرې د بیاځلي جوړېدو لهپاره ورته اړتیا لري.
د څېړنو دا ډول موندنې د هغو ساده او ژورو ټپونو په درملنه کې مرسته کوي چې معمولا د ډېر عمر لرونکي او پر دیابت/شکر اخته کسان ورسره مخامخ کېږي.





