پوهنې وزارت: د شپږم ټولګي ۴۵ سلنه زده کوونکي لیک او لوست نه شي کولی

د پوهنې وزارت چارواکي وایي، چې په ورستیو ۱۵ کلونو کې پوهنې ته ډېر کار شوی؛ خو لاهم د پوهنې وزارت له یو لړ ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او دغه بهیر یې ټکنی کړی دی.

د پوهنې وزارت معین محمد ابراهیم شینواري نن (شنبه) ورځ په کابل کې د "پوهنې پرمختګ د افغانستان پرمختګ دی" تر سرلیک لاندې جوړې شوې څېړنغونډه کې وویل، د شوې سروې له مخې د شپږم ټولګي ۴۵ سلنه زده کوونکي د کتاب متن له مخې نه شي لوستلی، چې دا یو ډېر ټیټ حالت دی.

شینواري وايي، د شوې سروې پایله ښيي، چې د شپږم ټولګي ۳۱ سلنه زده کوونکي د جمع عادي سوال نه شي حلولی، ۱۳ سلنه یې لکه د مور او پلار عادي کلیمي نه شي لیکلی او همدا ډول ۱۱سلنه هغه یې بیا د وطن په شان عادي کلمات لوستلی نه شي.

د پوهنې وزارت معین وویل، دوی پر نوي ستراتیژیک پلان کار کوي، چې په هغه کې د زده کړو کیفیت، زده کړو ته د ټولو لاس رسی او د زده کړو په نظام کې ښه مدیریت برخې شاملې دي.

دغه راز، غونډې ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر استازي احمد ضیا مسعود وویل، پوهنه کولی شي په ټولنه کې لوې بدلون رامنځ ته کړي.

ده وویل، که په هېواد کې ۸ یا ۱۰ میلیونو اشخاصو ته په سم ډول ښوونه او روزنه ورکړل شي، په ټولنه کې لوی کلتوري بدلون ایجادوي.

دی وايي، دغه کسان کولی شي، د پوهنې له لارې د خپل فرهنګي چلند سره زموږ ۱۰۰ کلن، ۲۰۰ کلن او ۵۰۰ کلن وروسته پاتې والی له منځه یوسي.

همدارنګه ښاغلي مسعود زیاته کړه، چې قوم پالنه، له ښځو سره تاوتریخوالی او ځینې نورې ښکارندې دي، چې پوهنه او زده کړه یې له منځه وړلې شي.

غونډې ته د یونسکو استازي دنیلا پاتیلا وویل، چې دوی هم چمتو دي له پوهنې وزارت سره د ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

دنیلا پاتیلا وايي، په ۲۰۱۷ کال کې به افغانستان د نړۍ له لسو هېوادونو یو هغه د پلان جوړونې، پرمختګ څارنې او لاسته راوړنو په ډله کې وي.

یونسکو وایي، تر ۲۰۳۰ کاله پورې د افغانستان د پوهنې ظرفیت لوړوالي له پاره نوي پلانونه تر لاس لاندې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام