د هابل فضايي تلسکوپ ۲۵ کلنه بهانه

اسماني اجرام په ټولیزه توګه په درېیو اساسي پېرونو وېشلی شو.

لومړی: د ځمکې مرکزي پېر

دویم: کهکشاني پېر

درېیم: کیهاني پېر

د بطلمیوس له وخت او له هغه وړاندې بشر په دې اند و، چې زموږ نړۍ د سپوږمۍ، میاشت، عطارد، زهره، مریخ، مشتري او زحل پنځه ګونو ستورو څخه چې ځمکه د دې عالم په مرکز برخه کې ځای لري جوړه شوې ده او هر ستوری په یوه ځانګړې دایره کې د ځمکې چاپېره چورلي.

دغه فکر پر علمي بنسټ نه و ولاړ. د دغه باور پر اساس څرنګه چې انسان اشرف مخلوقات دی؛ نو دې ته په کتو سره باید ټول اسماني اجرام د انسان چاپېره د ځمکې په شاوخوا کې و چورلي.

له پامه باید ونه غورځوو، چې په هغه وخت کې بشر یو شمېر پرمختګونه کړي وو.

د بېلګې په توګه د بېلا بېلو کلیزو شمار، لکه قمري کلیزه، د ستورو د خوځښت لوری، د میاشتې نېونې او لمر نېونې وړاندوینې، په خپل محور باندې د ځمکې حرکت، دا ټولې ټولې لاسته راوړنې د اسماني اجرمو د دورې لاسته راوړنې دي.

نجوم لیدنه د فال لیدلو په معنا ده. د ستورو له پېژندنې سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. په هغه وخت کې به خلک د نیکمرغيو او بدمرغیو د وړاندوینو له پاره د اسمان په خوا سترګې په لاره وو. حتی تر دې چې دغه ډول باورونه لا تر اوسه هم را پاتې دي.

لا تر اوسه هم په ډېرو هېوادونو کې ان په پرمختللو هېوادونو کې هم د طالع لیدلو او کتلو  ته باور لري. د دې خبرې له پاره تاسې کولی شئ، چې د ځېنو انټرنیټي ویب پانې او تلویزوني خپرونو ننداره و کړئ، چې دوی د وګړو د پيدایښت ورځې د راتلونکو پېښېدونکو موضوعاتو سره اړیکه ورکوي.

بطلیموس د هغه وخت یو له وتلو پوهانو او د دهر ستورو څخه و، ده په هره برخه کې رسالې لرلې، بطلیموس " ځمکه د عالم موجوداتو مرکز دی" نظریه یې مطرح کړې وه. او هیچا هم نه شو کولی، چې د نوموړي د نظر خلاف خبره وکړي.

وايي چې په هغه وخت کې د میلاد نه وړاندې په درېیمه پېړۍ کې یو یوناني ستوري پېژندونکي چې اریستار خوس نومیده ویلې و، چې ځمکه، میاشت او ستوري دا ټول د لمر په چاپېره کرځي. ټاکلی شوې وه، چې په یوې مخامخ مناظره کې د بطلیموس (د ځمکې نړۍ د عالم مرکز دی) نظریه رد کړي.

ویل کیږي چې له مناظرې یوه ورځ وړاندې د اریستار خوس اسناد په ناببره او مرموز ډول ورک شول، یو شمېر په دې باور دي، چې دا کار د بطلمیوس د شاګردانو وکړ او نوموړي ستوری پېژندونکي د اسنادو د نشتون له امله ونه شو کړای، چې (د ځمکې نړۍ د عالم مرکز دی) نظریه چلنج کړي.

نو همدا و چې بشریت کابو ۱۸۰۰کاله د ځمکې نړۍ د عالم مرکز پر نظرې باور درلود، تر هغې چې کوپرنیک لهستاني ستوری پېژندونکي وروسته له زیاتو څېړونو دا ثابته کړه، چې لمر د عالم په مرکز کې ځای لري او د ځمکې مرکزي نظریې ته یې د پای ټکی کېښود.

د ستورو پېژندنې دویم پېر ـ کهکشاني پېر، و چې له ۱۶ پېړۍ نه پیل شو او تر نولسمې پېړۍ پورې دوام درلود. 

په دې پېر کې مو ډېرې لاسته راوړنې لرلې. د بېلګې په توګه ګالیله په دې وتوانید، چې د تلسکوپ په وسیله د لومړي ځل له پاره لمر او میاشت و ویني او پام یې شو، چې مشتري له سپوږمۍ چاپېره د را کرځېدو په حال کې دی.

همدا وه، چې ټولو ته یې دا څرګنده کړه، چې ځمکه د نورو ستورو په منځ کې یو معمولي ستوری دی او د لمر چاپېره ګرځي.

د نیوټن د جاذبې قانون، د نور تجزیه، د ستورو د مدارونو پېژندنه؛ ټول د کهکشاني له دویم پېر څخه شمېرل کیږي.

ادوین هابل چې امریکايي ستوری پېژندونکی دی؛ په شلمه پېړۍ کې د تلسکوب نه په ګټې اخیستنې سره دا ثابته کړه، چې زموږ نړۍ د نور د چټکتیا په اندازه د انبساط په حال کې دی.

نوموړی په دې بریالی شو، چې د زیاتو کهکشانونو له موندلو سربېره کولی شو، چې هغه مفاهیم، چې تر دې مهاله یې ستورو پېژندونکو ته نا څرګند و څرګند ځوابونه پیدا کړل.

هابل دا وښودله چې زموږ نړۍ له یو کهکشانه نه، بلکې له سلګونو میلیاردو کهکشانونو څخه رامنځته شوې، لکه د شیری لارې کهکشان او له دې نه لوی کهکشانونو نه جوړ شوي دي.

او دغه کهکشانونه په بېلا بېلې اندازې چټکتیا سره له ۳۰۰ تر۱۸۰۰ کیلو مترو پورې په ثانیه کې له یو بله څخه د جلا کیدو په حال کې دي.

د عالم انبساط په موندولو سره کهکشان دوره پای ته ورسیده او زموږ درک له عالم څخه  په بیل ډول شو.

د هابل موندنو موږ ته د عالم نه بشپړ انځور راکړ او دا دی نن موږ په کیهاني پېر کې ژوند کوو.

د ناسا ادارې د بشري پوهې له پاره په کال ۱۹۹۰ کې یو فضايي تلسکوپ د هابل په نوم  فضا ته ولیږداوه او د ځمکې په چاپېر کې یې پرېښود.

د هابل فضايي تلسکوپ ایډیا له ۳۰ کلونو را په دې خوا د پوهانو په ذهن کې وه، مګر د فني ستونزو له امله په ۱۹۹۰ کال کې دې هیلې ته ورسیدل.

د انځور اخیستنې په وخت پوهان دې ته متوجه شوي دي، چې د دې تلسکوپ اصلي هنداره چې ۲.۴ مترو په قطر په درلودو سره په سم ځای کې نه دي ځای پرځای شوي؛ نو له همدې کبله تت انځور اخلي.

دا ماموریت ناسا ته نا هیلی کوونکی او بلاخره په ۱۹۹۳کال کې یې په لومړي ماموریت کې د هابل دغه ستونزه حل کړه.

له همغه پیل نه تر اوس پورې هابل څلور ځلې رغول شوی دی.

او څو حس کوونکي دوربینونه او علمي تجهیزات په کې اضافه شوي دي.

سره له دې چې هابل لومړنۍ فضايي تلسکوب نه دی، خو دغه تلسکوب ‌ډېر وخت په فضا کې، تر راتلونکو څو ورځو (د اپریل ۲۴مه) پورې به دغه فضايي تلسکوب ۲۵ کلن شي.

هابل چې د ناسا او ایسا ګډه پروژه او د اروپا فضايي اژانس دی. د بې سارو انځورونو په اخیستلو سره یې کمپوټرونو او ان کورونو ته جهاني هستي ور وړې ده.

دغه تلسکوپ د ناشنا نړۍ او کیهان پټه څېره او خواوې له خلکو سره شریکوي.

د هابل په وسیله اخیستل شوي انځورونه د بشر کلتوري میراث یو برخه بلل کیږي.

هابل وکولی شو، چې د ستورو پېژندونکو ډېرو پوښتنو ته ځواب پیدا کړي.

دغه تلسکوپ نورې لمریزې منظومې لکه شمسې منظومې د شیري لارې او نور کهکشانونو په بېلا بېلو برخو کې پيداکړې.

د دې تلسکوپ په وسیله موږ بېلا بېلو کهکشانونو، ستورو، سیارو، د ستورو د پیدایښت او مړینې او عالم هستي انبساط او پړاوونه د سر پر سترګو وینو.

یاد تلسکوب په وسیله مو وکولی شول، چې د نورو سیارو او شمسي منظومو پرمخ توفانونه، قهرجنه هوا او اوبو څخه د رازونو پرده پورته کړه.

په دې تلسکوب کې د نورو مدرنو وسایلو او تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو امکان نشته، ښايي چې په سختۍ سره وکولی شي، چې تر راتولونکي ۵ کاله پورې انځورونه واخلي.

زما په اند باید ناسته د هابل پرځای نوی تلسکوپ د ځای پرځای کولو په اړه ځای مشخص کړي.

ټاکل شوې ده، چې جیمز وب فضايي تلسکوپ چې ۸.۸ میلیارده ډالره لګښته پرې راځي د هابل ځای ناستی شي.

تر دې دمه پورې د بېلا بېلو دلایلو له امله فضاته د لیږد پروګرام ځنډېډلی دی.

د وروستیو را پورونو پر بنسټ جیمز وب فضايي تلسکوبه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې فضاته ولیږل شي، خو د دې تلسکوپ تر لیږلو پورې باید له هابل تلسکوپ نه ګټه پورته شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام