افغانستان د «ذهني محاسبې» په نړېوالو سیالیو کې ۳ مډالونه وګټل

د هېواد د هرات ولایت زده کوونکیو د «ریاضياتو ذهني محاسبې» په نړېوالو سیالیو کې چې په مالیزیا کې جوړې شوې وې لومړی، دویم او درېیم مقامونه وګټل.

په دغو سیالیو کې د ۴۰ هېوادونو زده کوونکیو ګډون کړی و او افغان زده کوونکیو د ۱۴ مډالونو په ډله کې د نوملړ په سر کې راغلل.

د افغانستان د روباټیک کور مسوول محمدرضا رضايي سلام‌وطندار ته وویل چې په یادو سیالیو کې د اروپايي هېوادونو زده کوونکیو هم ګډون کړی و.

د افغان روباټیک ډلې چې «د افغانستان د روباټیک کور» په لومړي ځل په هرات کې فعالیت پیل کړ چې «روباټیکو نجونو» یې په نړېوالو سیالیو کې ښې وځلېدلې.

د افغانستان د روباټیک کور د بېلابېلو سازمانونو غړیتوب اخیستی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د کوریا «کای روباټ» او د WRO سازمان یې د نمونې په توګه یادولی شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام